د لاس رسي وړ اتصالات

هند: غیرقانونی مهاجرو د تابعت جعلي اسناد وړاندې کړي


د اسام ایالت د محصلینو اتحادیې فعالین مهاجرو ته د تابعت ورکولو پر ضد مظاهرې پر وخت - عکس ارشیف
د اسام ایالت د محصلینو اتحادیې فعالین مهاجرو ته د تابعت ورکولو پر ضد مظاهرې پر وخت - عکس ارشیف

د هند حکومت ویلي دي چې په اسام ایالت کې د بنگلادیش "غیر قانوني مهاجرو" پدې خاطر چې د هند تابعت ترلاسه کړي مقاماتو ته یې جعلي اسناد ورکړي دي.

دغه رپوټ وروسته له هغې خپور شو چې د اسام ایالت عالي محکمې ددې ایالت ټولو اوسیدونکو ته امر وکړ چې د خپل تابعت د ثابتولو لپاره اړوند اسناد وړاندې کړي.

ټاکل شوې چې په اسام کې د هندیانو د نوم لیکنې وروستی جدول د جولای د میاشتې تر ٣١ نیټې پورې بشپړ شي، خو د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت د جمعې په ورځ (جولای ١٩) د اسام ایالت محکمې ته وویل چې لازم دي مقامات ددغه جدول مقدماتي نسخه وارزوي تر څو د هغو کسانو غلطې ادعاوی ثابتې شي چې وایي هندیان دي.

یو دولتي مدافع وکیل توشار مهتا، د اسام محکمې ته ویلي دي: "دا فرضیه شته چې غیر قانوني مهاجرین د محلي مقاماتو په خوښه (د هندي اتباعو) پدې جدول کې شامل شوي دي."

د هند صدراعظم نریندرا مودي په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې وه چې غیرقانوني مهاجر به له هیواده وباسي.

خو په هند کې د تابعیت په هکله بحثونو ددې هیواد اقلیت مسلمانان اندیښمن کړي دي. له اوږدې مودې راهیسې منتقدین د ښاغلي مودي په مشرۍ گوند د هندي مسلمانانو پر ضد په توپیري سیاست تورنوي، خو دغه گوند دا ډول تورونه تل رد کړي دي.

د پاکستان نه د هند په مرسته د بنگله دیش د ازداۍ اخیستلو د جگړې پر وخت په ١٩٧١ کال کې په سلگونو زره کسان له شرقي پاکستان یا اوسنۍ بنگله دیش نه هند ته تښتیدلي وو.

اوس ددې لپاره چې د اسام ایالت کې هندي اتباع وپیژندل شي لازم دي هغوی داسې اسناد وړاندې کړي چې دوی پخپله او یا کورنۍ یې د ١٩٧١ کال د مارچ له ٢۴ څخه دمخه د هند اوسیونکي وو.

XS
SM
MD
LG