د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د وګړو شمیر ښایي تر چین ډیر شي


د هند په دوو ایالتونو کې د وګړو د شمیر د ډیریدو د کنټرول لپاره د قانون د جوړیدو غوښتنه شوې.
د هند په دوو ایالتونو کې د وګړو د شمیر د ډیریدو د کنټرول لپاره د قانون د جوړیدو غوښتنه شوې.

اټکل کیږي چې هند ښایي تر ۲۰۲۷ کال پورې د چین پر ځای د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد شي. دغه هیواد اوس شاوخوا ۱.۳ ملیارده وګړي لري.

د هند تر ټولو ډیر نفوس لرونکی ایالت اتار پرادایش دی چې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي. دا په نړۍ کې پنځم ایالت دی چې دومره ډیر اوسیدونکي لري.

د دې ایالت چارواکو د یو قانون د جوړیدو غوښتنه کړې چې له مخې به یې کورنۍ یوازې د ۲ ماشومانو د پیدا کولو اجازه ولري. دا په هند کې دویم ایالت دی چې د نفوس د ډیریدو د مخنیوي لپاره د دا شان قانون د جوړیدو وړاندیز کوي.

په نوي لایحې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې هر هغه ښځه او خاوند چې د دوو څخه ډیر ماشومان ولري، د حکومتي مرستو د تر لاسه کولو اجازه به نلري او همدارنګه به ایالتي دندو ته د غوښتنلیکونو د سپارلو اجازه ونلري.

په لایحې کې ویل شوي چې ایالت د اقتصاد او ژوند کولو محدود شمیر سرچینې لري او په همدې خاطر دغه اقدام شوی چې په ایالت کې ټول میشت وګړي اساسي انساني اړتیاوو ته لاسرسی ولري.

په لایحې باندې عام خلک د همدې میاشتې تر پایه نظر ورکولی شي او د ایالت قانون جوړونکي یې باید چې منظوره کاندي.

د اتار پرادیش نه وړاندې د اسام ایالت هم تیره میاشت د همداسې یو قانون د جوړلو وړاندیز کړی و. پدغو دواړو ایالتونو کې د صدراعظم نریندرا مودي د بهارتیا جانتا د ملت پال ګوند واکمني ده.

خو بل پلو بیا انتقاد کوونکي وایي چې د ښاغلي مودې ګوند په دا ډول اقداماتو غواړي چې پدې دواړو ایالتونو کې د مسلمانانو د شمیر د ډیریدو مخه ونیسي.

په آسام ایالت کې ګڼ شمیر مسلمانان ژوند کوي چې په بنګالي ژبه خبرې کوي او په خټه د بنګله دیش دي. د اتار پرادیش په ایالت کې هم د مسلمانانو شمیر ډیر دی خو والي یې هند سخت دریځ یوګي ادیتیانات دی.

XS
SM
MD
LG