د لاس رسي وړ اتصالات

هــنــد د میرمنو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد


دهندوستان میرمنې په دې هېواد کې د زنا بالجبر خلاف مظاهره کوي. په مدهیه پرادیش، او نوي ډیلي کې د ٢٠١٨ کال د جون په دیرشمه ددرې ورځو لپاره مظاهرې وشوې.
دهندوستان میرمنې په دې هېواد کې د زنا بالجبر خلاف مظاهره کوي. په مدهیه پرادیش، او نوي ډیلي کې د ٢٠١٨ کال د جون په دیرشمه ددرې ورځو لپاره مظاهرې وشوې.

د رویټرز خبري آژانس په خپله نوې سروې کې وايي هند په نړۍ کې د میرمنو لپاره د خطرناکو هېوادونو د لېست په سرکې دی

اوسمهال د امریکا په څېر پرمختللیوهیوادونو کې هم جنسي ځورونې په پرخه کچه کیږي. د مي ټو غورځنگ ېې ښه نمونه ده.

د رویټرز د خبري اژانس ددې سروې له مخې، د هند له مرکز نوې ډهلي څخه نیولې بیا ددې هیواد په لیریو پرتو ښارګوټو او کلیو کې میلیونونه میرمنې په یو ډول له خطر سره مخ دي.

هند، د سروې په شپږو مهمو کټګوریو کې په دریو ، جنسي ځورونو، انساني قاچاق او فرهنګي او مذهبي مسایلو کې ناوړه هیواد بلل شوی دی.

د مېرمنو لپاره خطرناک هېوادونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د میرمنو د پراختیا د څیړنو مرکز مشره اندو اګنهورتی د همدې سروې په ارتباط وايي" په ټوله سهیلي آسیا کې د هلکانولپاره علاقه مندي زیاته ده او له همدې امله د قتل او ځورونو په شان پیښې کیږي."

دا زیاتوي د میرمنو پر وړاندې مشکلات یوازې په هند محدود ندي: " اوسمهال د رسنیو له لارې د نړۍ په لومړۍ درجه هیوادونو کې هم ډیر داسې موارد وینو. جنسي ځورونې په هر ځای کې کیږي. "

خو د هند حکومت دا سروې چې د نړۍ په کچه د ۵۴۸ کارپوهانو سره د خبرو پر اساس جوړه شوې، ډیره نیمګړې ګڼلې ده.

د هند د میرمنو د ملي کمیسیون مشره ریکا شرما له دې سروې سره مخالفت لري: " دا سروې په بشپړ ډول په غلطه طریقه شوې. د هند په اړه ۱۰۱ میرمنې پوښتل شوي چې یوازې ۵۰ یې په هند کې دي او پاتې بهر اوسیږي. "

اخوا د هند انساني پراختیا د انستیتوت څیړونکی منوج بانډان وایي اوس په هند کې میرمنې د خپلو حقونو په اړه د پوهیدولپاره لیوالې شوي دي. " د میرمنو د قضایاوو راپور ورکونه زیاته شوېده. دا ډیره طبیعي ده ځکه د قوانینو او مقرراتو په اړه پوهاوی مخ په زیاتیدو دی. میرمنې اوس په پراخه کچه د خپلو حقونو په اړه خبري کوي او دا کلتور مخ په پراخیدو دی. "

د هند په جمو کشمیر کې وروستۍ پيښې په ځانګړي ډول په ډله ييز ډول پر یوې ماشومې نجلۍ جنسي تیري، د هند شهرت خورا زیانمن کړی دی.

رویټرز خبري آژانس په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم ورته سروې کړې وه چې هند له افغانستان، کانګو او پاکستان نه وروسته د میرمنو لپاره څلورم خطرناک هیواد گڼل شوی و.

دا سروې د ټولنیزو چارو د کارپوهانو او متخصصینو سره د خبرو اترو پر بنسټ جوړه شوې ده.

خو په هند کې، یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ښه به دا وي هند ددې سروې د موندنو پر ضد د غبرګون پرځای، د میرمنو د خوندیتوب لپاره کلک گامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG