د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا د هند د ځغاستې مشهور اتل مړ کړ


میلکا سنګ د ۹۱ کالونو په عمر د جمعې په ورځ مړ شو.
میلکا سنګ د ۹۱ کالونو په عمر د جمعې په ورځ مړ شو.

په هند کې نن شنبه جون ۱۹(غبرګولي۲۹) د منډې وهلو د پخواني اتل میلکا سنګ د مړینې غم ژړل کیږي. هغه د ۹۱ کالونو په عمر پرون د جمعې په ورځ د هند په شمال کې د چاندیګهړ په یو روغتون کې مړ شو.

ملیکا سینګ ډیره موده کیده چې د کرونا په ویروس اخته شوی و.

د ښاغلي سینګ میرمن هم د همدې اوونۍ په سر کې په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته مړه شوه.

میلکا سینګ په ۱۹۲۹ کال کې د اوسني پاکستان د پنجاب ایالت د ګویندپوره په سیمې کې زیږیدلی و.

په ۱۹۴۷ کال کې چې هند او پاکستان سره ویشل کیدل، د میلکا سنګ ټوله کورنۍ په فرقوي شخړو کې ووژل شوه.

خو څومره چې په سینګ ژوند سخت، هماغومره یې هغه وهڅاوه چې د هند یو تر ټولو غوره لوبغاړی او اتل شي.

میلکا سینګ په ۱۹۵۸ او ۱۹۶۲ کالونو کې په آسیایي لوبو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

خو د ښاغلي سینګ شهرت د ۱۹۶۰ د المپیک په سیالیو کې لا ډیر شو کله چې هغه د ایټالیا د روم په ښار کې د ۴۰۰ مترو منډې وهلو په سیالیو کې څلورم مقام وګاټه او د امریکا د منډې وهونکي نه یوازې ۰.۶۶ ثانیې وروسته یې ټاکل شوې اندازه ووهله.

د سینګ په مړینې غبرګونونه

د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې میلکا سینګ د هند د بې شمیره وګړو په زړونو کې ځانګړی ځای لري. ښاغلي مودي ویلي، "هند یو ستر لوبغاړی د لاسه ورکړ."

د هند د کرکټ یو تر ټولو غوره لوبغاړي سچن ټنډولکر بیا په ټویټر کې لیکلي چې د سینګ کارنامې به ادامه ولري.

ټنډولکر لیکلي، " زمونږ الوتکونکیه سینګه روح دې آرام اوسه. ستا مرګ د هند د ټولو وګړو په زړونو کې تشه پریښوده خو راتلونکي نسلونه به ستا نه الهم اخلي"

د هند د کرکټ ملي لوبډله چې اوس په انګلستان کې د نیوزلینډ د لوبډلې سره د ټیسټ لوبو د نړیوالې اتلولۍ په سیالیو کې بوخته ده، د میلکا سینګ په مړینې د خفګان د څرګندولو لپاره یې په مټو تورې پټۍ تړلې وې.

د هند د ټینس لوبو مشهروې لوبغاړې ثانیه مرزا هم د ښاغلي سینګ په مړینې خفګان ښودلی او لیکلي یې دي چې "نړۍ به یې یاد ساتي."

د میلکا سینګ په ژوند هندي سینما فلم هم جوړ کړی چې "منډې وهه، میلکا منډې وهه" نومیږي.

XS
SM
MD
LG