د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د اورګاډي په پېښه کې ۶۵ کسه وژل شوي


د هند په ختیځ کی پولیسو ویلي دي چی مشکوکو ماوئیستو یاغیانو د مسافرو د یوه اورگاډي لار واړوله چی دا کار د یوه بل اورگاډي سره د ټکر سبب سو او لږترلږه ٦٥ کسه یې ووژل او څه دپاسه ٢٠٠ تنه یې زخمی کړل.

د لویدیځ بنگال د پولیسو قوماندان ( بو پیندر سینگ ) وویل چی دا څرگنده ده چی دا چټک اوگاډی چی د کلکتې نه مومبای ته روان و، د ماوئیستانو له خوا تباه سوی دی. او د ماوئیستانو یوې طرفداري ډلي چی ( د پولیسو د ظلمونو په مقابل کی د خلکو کمیټه ) نومیږي ددې حملې د کولو ادعا کړې ده. دا پېښه نن د جمعې په ورځ سهار وختي په هغه سیمه کی سوې ده چی د ماوئیستو یاغیانو د کلک مورچل په نامه مشهوره ده.

چارواکي په دې باب تحقیقات کوي چی دا معلومه کړی چی دغه اورگاډی څنگه د خپلو پټلیو نه واوښت. د هند د کورنیو چارو وزیر وویل چی دا معلومه شوې چی د اورگاډي د پټلیو یوه برخه ایسته سوې وه، مگر مامورین تر اوسه لا هم دا نه سی ویلای چی دا کار د یوې چاودني په وجه لکه مخکي چی ویل سوی و، سوی دی که نه.

چارواکي وایي چی ددغه اورگاډي ١٣ ډبې را واوښتې او یوه بل باروړونکي اورگاډي چی په مقابله خوا را روان و ټکر ورسره وکړ.

XS
SM
MD
LG