د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: هند دې د جنسیت په اساس خشونت او دیني تبعیض په ضد اقدام وکړي

د هند په حکومت باندې انتقاد کېږي چې د جنسیت په اساس خشونت مخنیوي کې پاتې راغلی
د هند په حکومت باندې انتقاد کېږي چې د جنسیت په اساس خشونت مخنیوي کې پاتې راغلی

د ملګرو ملتونو غړو نن پنچشنبه نومبر لسمه (عقرب۱۹) له هند څخه وغوښتل چې د جنسیت په اساس خشونت او د دیني تبعیض په ضد اقدامات وکړي.

ملګري ملتونه د نړۍ هېوادونه د بشري حقونو سابقې ته په کتو درجه بندي کوي.

د نوي ډهلي استازي په ملګرو ملتونو کې په دې اړه د انتقاد کوونکو نظریات واورېدل او په دې برخه کې یې د بشر د حقونو د مدافعانو رول وستایه.

په همدغې غونډې کې له هند څخه وغوښتل شول چې د شکنجې ضد کنوانسیون هم تصویب کړي، هند دا کنوانسیون لاسلیک کړی خو تصویب کړی یې نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د جنسي تېریو او دیني‌ تبعیض د پېښو له کبله د دغه هېواد په حکومت باندې کلک انتقادونه کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي تشار مهتا په خپلو خبرو کې هر ډول شکنجه وغندله او ټېنګار یې وکړ چې نوی ډهلی د جنسیتي خشونت، شکنجې او په خپل سر د خلکو د زنداني کولو په خلاف قوي موقف لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا استازي مایکل تیلور وویل چې هند باید د «غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي قانون» په لویه کچه تطبیق کړي او د بشري حقونو د فعالانو، خبریالانو او دیني‌ اقلیتونو په ضد دې د ورته قوانینو پلي کول هم کم کړي.

نوموړي وویل چې په هند کې د ترهګرۍ ضد قانون له کبله له ډېر وخت څخه د بشري حقونو یو شمېر مدافعان زندانونو کې اچول کېږي. ښاغلي تیلور وویل چې په هند کې د جنسیت په اساس خشونت او دیني‌ تبعیض تل موجود و.

کاناډا هم له هند څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لاس په کار شي او د تحقیقاتو او پلټنو له لارې دې یې د دغه کار مخه ونیسي.

نیپال،‌ بریتانیا، چین، بوتان،‌ جرمني، استرالیا، سعودي عربستان او سویس هم له هند څخه وغوښتل چې د انساني قاچاقو، اجباري کارونو، جنسیتي نابرابرۍ، په ښځو او نجونو باندې د جنسي تېریو او د منزوي شویو ډلو ټپلو د حقونو د نقض کولو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو مقام سنجي ورما وویل چې دا ټول وړاندیزونه به نوي ډهلي ته استوي چې حکومت پرې غور وکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG