د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند سره زیاتې پوځي همکارۍ ته خوشبینه ده


هند هڅه کوي چې د الوتکه لیږدونکې بېړیو د جوړولو تکنالوژۍ ته لاس رسی پیدا کړي.
هند هڅه کوي چې د الوتکه لیږدونکې بېړیو د جوړولو تکنالوژۍ ته لاس رسی پیدا کړي.

د امریکا د متدحده ایالاتو د دفاع وزیر وایي چې د امریکا پوځي ځواکونه به وتوانیږي چې هند ته د الوتکې لیږدونکي بېړیو او د نورې پوځي تکنالوژۍ د برابرولو په برخه کې عملي گامونه پورته کړي.

د امریکا د دفاع وزیر اشتن کارتر ویلي دي چې د واشنگټن او نوي ډهلي ترمنځ د همکاریو د موافقو د پلي کولو په اړه به د سه شمبې په ورځ د هندي مقاماتو سره خبرې وکړي. ښاغلي کارتر خبریالانو ته وویل چې سبا ته په مختلفو برخو کې "د پرمختاو اټکل کوي".

ښاغلي کارتر د هند غوښتنې ته په اشارې چې د حوارې سطحې لرونکې الوتکه لیږدونکې بېړۍ غواړي وویل چې د امریکا متحده ایالات په بشپړه توگه تیار دی چې په دې برخه کې خپله تکنالوژي له هند سره شریکه کړي.

د امریکا متحده ایالات د هند سره د نسبتاً نویو پوځي اړیکو د غښتلي کولو په لټه کې دي چې له دې لارې په سیمه کې د چین مخ په زیاتیدونکی پوځي ځواک انډول کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو سره نژدې پوځي اړیکې د امریکا پرمختللې پوځي تکنالوژۍ ته د هند لاس رسي ته زمینه برابروي، خو د واشنگټن د ستیمس په مرکز کې د شان میسن په شان د څیړونکو په وینا هند په تاریخي توگه واشنگټن ته د حده زیات نژدیوالي څخه ډډه کوي.

د امریکا د وسلو جوړولو شرکتونه هم د متحده ایالاتو او هند ترمنځ د نژدیو پوځي اړیکو ته هیله من دي، هغه هیواد چې په نړۍ کې د وسلو د سترو مشتریانو څخه دی او اوس هم په خپل پوځي وړیتا کې سترې خلاوی لري.

خو هند اندیښمن دی چې د لوژستیکي ملاتړ په گډون چې د دواړو هیوادونو ځواکونو ته د یو بل پوځي اډو ته د لاس رسي زمینه برابروي، د یو لړ موافقو پلي کیدل به هند د متحده ایالاتو سره په یو ډول نا اعلان شوي پوځي ایتلاف کې ورگډ کړي.

XS
SM
MD
LG