د لاس رسي وړ اتصالات

هند د 'یو کمربند – یوه لار' نوښت ملاتړ نه کوي


د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج

د شانگهای د همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې، په خپره شوې گډه اعلامیه کې د اقتصادي دهلیز د ملاتړو هیوادونو په لیست کې د هند نوم نشته.

د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې چین هڅه وکړه چې هغه هیواد ته د نریندرا مودي تر سفر وړاندې د هندي چارواکو سره یوې مفاهمې ته ورسیږي.

سږ کال د شانگهای سرمشریزه غونډه هم په چین کې جوړیږي او چین هڅه کوي چې تر هغې غونډې وړاندې د اقتصادي دهلیز (کوریډور) په اړه د ټولو غړیو هیوادونو ملاتړ جلب کړي.

یو کمربند – یوه لار د چین د ولسمشر شي جینپینگ پروزه بلل کیږي. په دې پروژه کې چین د مرکزي او جنوبي اسیا او آن د اروپا سره د نښلولو هڅه شوې ده چې د وریښمو د تاریخي لارې عصري بڼه به وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج، د شانگهای د همکارۍ سازمان د وزیرانو د غونډې په پای کې وویل چې هیواد یې د 'یو کمربند – یوه لار' د زیربنایي پروگرام ملاتړ نکوي.

میرمن سواراج وویل چې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلیز جوړیدل چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر له خاورې تیریږي، ددې پروگرام نه د ډهلي د نه ملاتړ دلیل دی. هند د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د خپلې خاورې یوه برخه گڼي.

ټاکل شوې ده چې د هند صدراعظم د را روانې جمعې او شنبې په ورځ چین ته یو غیر رسمي سفر وکړي.

گمان کیږي چې د "یو کمربند – یوې لارې" له پروگرام نه د هند نه ملاتړ به د هند د صدراعظم نریندرا مودي او د چین د جمهور رئیس شي جین پینگ، د خبرو مهمه اجنډا وي.

له دې دمخه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، ویلي وو چې د شانگهای د همکارۍ سازمان په پام کې لري چې په ژورو امنیتي همکاریو او د پرمختیایي پروژو په بشپړولو سره سیمه سره متحده کړي.

هند او پاکستان، تیر کال د شانگهای د همکارۍ سازمان غړیتوب ترلاسه کړ چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په وینا ددې دوو هیوادونو په گډون سره ددې سازمان د نفوذ ساحه پراخه شوې او د نړۍ پام یې ځانته را اړولی دی.

بیجینګ دا رنګه ویلي چې غواړي د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې هم پراخ رول ولري او طالبان او افغان حکومت به د سولې مذاکراتو ته وهڅوي.

د شانګهاي د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د چین په کوربتوب د جون په میاشت کې جوړیږي.

د هند له لورې د یو کمربند یوې لارې پروگرام نه د نه ملاتړ له اعلان څخه یوه ورځ دمخه د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ډاډ ورکړ چې د بیجینگ او اسلام آباد، ترمنځ اړیکې به د تل په څیر ټینگې وي او هیڅکله به هم زیانمنې نشي.

XS
SM
MD
LG