د لاس رسي وړ اتصالات

هند د چمپین ټرافي سیالیو لپاره پاکستان ته لوبډله نه استوي

هند د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي دي چې پاکستان ته لوبډله نه استوي.
هند د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي دي چې پاکستان ته لوبډله نه استوي.

د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۲۰) وویل چې د هند کرکټ بورډ نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبدله پاکستان ته واستوي.

د چمپین ټرافي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې پیل کېږي. چمپین ټرافي د کرکټ د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو تر نړیوال جام وروسته دویم لوی نړیوال ټورنمنټ‌ بلل کېږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ ویاند سمیع الحسن د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان کرکټ‌ بورډ ایمیل کړی چې د هند کرکټ بورډ خبر ورکړی چې لوبډله به یې د ۲۰۲۵ کال د چمپین ټرافي سیالیو لپاره پاکستان ته سفر نه کوي.»

د پاکستان د بورډ ویاند ویلي دي چې دا ایمیل یې د «مشورې او لاردښود ترلاسه کولو لپاره» د پاکستان حکومت ته استولی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي روابط ښه نه دي او د همدغو رابطو په اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ دوې اړخیزې سیالۍ هم نه کېږي.

د هند کرکټ لوبډله په اخر ځل په ۲۰۰۸ کال کې د اسیا کپ په سیالیو د کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللې وه او د پاکستان کرکټ لوبډلې تېرکال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی و.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي دا امکان هم رد کړی،‌ چې په چمپین ټرافي کې دې د هند سیالۍ په درېیم هېواد، متحدو عربو اماراتو کې وشي.

نقوي‌ د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د پاکستان کرکټ بورډ په تېر وخت کې له هند سره د ښه نیت په اساس دا کار کړی، خو هر ځل امکان نه لري.

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي‌ دي چې که هند پاکستان ته سفر نه کوي، د پاکستان حکومت به پرېکړه کوي چې په اینده کې د پاکستان لوبډله هم هند ته د نړیوالو سیالیو لپاره ولاړه شي که نه.

ټاکل شوې وه چې د کرکټ نړیوالې شورا همدا اونۍ د چمپین ټرافي د سیالیو مهالوېش اعلان کړی وای، خو داسې ښکاري چې د هند له دغې پرېکړې وروسته د سیالیو د مهالوېش اعلان هم وځنډېږي.

د چمپین ټرافي په سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، استرالیا، انګلنډ، جنوبي افریقا او نیوزلنډ برخه لري. افغانستان په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ګډون لري.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG