د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: هند د پاکستان نه یو ځلې بیا وگټله


د هند کرکټ ټیم د پاکستان نه د نړیوال جام لوبه په ٨٩ منډو وگټله

د کرکټ دغه لوبه چې د باران له کبله یې اورونه راکم شوي و، د هند په گټه تمامه شوه.

د هند کرکټ ټیم لمړی توپ وهنه وکړله، روهت شرما او ایل رلهول د لمړي وکټ په شراکت کې ١٣٦ منډې جوړې کړلی. دغه ډول هند پاکستان ته په ٥٠ اورونو کې د ٣٣٦ منډو هدف وټاکه.

د هند د توپوهنې په مهال هم باران شروع شو خو د شلو دقیقې د یوې لنډې وقفې وروسته بیا لوبه پیل شوه او دغه ډول هغوي ٣٣٦ منډې جوړې کړلې.

پاکستان د دغه منډو پوره کولو لپاره چې کله توپوهنه پیل کړه نو لمړی لوبغاړی یې ډیر ژر وسوځیده. د پاکستان لخوا فخر زمان او بابر اعظم ښه لوبه وکړه خو د بابر اعظم د سوځیدو نه وروسته هند ډیر ژر د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

دغه مهال باران پیل شو او د باران د اصولو سره سم پاکستان ته په پنځو اورونو کې ١٢٦ منډې هدف وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG