د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مرسته شوې الوتکې د هلمند جګړې کې کارول کیږي


د تېرې جمعې په ورځ امریکا هم څلور جنګي ای - ۲۹ ډوله الوتکې افغان هوايي ځواک ته د مرستې په ډول ورکړې.
د تېرې جمعې په ورځ امریکا هم څلور جنګي ای - ۲۹ ډوله الوتکې افغان هوايي ځواک ته د مرستې په ډول ورکړې.

د افغانستان سره د هند د مرسته شویو دریو هلیکوپترو د فعالولو او له بسته بندۍ وروسته نن افغان هوايي ځواک ته دغه جنګي هلیکوپترې وسپارل شوې.

د افغان هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ خبریالانو ته وویل "اینده هفته کې ددغو نه دوه باله مونږ لیږو، د هلمند ولایت ته او هلته په جنګ کې سهم اخلي."

افغانستان ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي د سفر په مهال هند د ژمنه شویو څلورو ایم ای ۳۵ هلیکوپترو نه درې یې افغانستان ته وسپارلې، خو یوه یې لا هم نده سپارل شوې. ویل کیږي چې هغه به هم ژر افغانستان ته وسپارل شي.

افغانستان چې سخت د هوايي ځواک تجهیزاتو ته اړتیا لري، پدې وروستیو کې د هند په شمول امریکا هم الوتکې ورکړي دي.

د افغان هوایي ځواک د نوېو هلیکوپترو او الوتکو رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

د هند دا ایم ای ۳۵ هلیکوپترې توپونه، نه رهبري کېدونکی توغوي او د ټانک ضد راکټ لري او زرې هم دي.

د تېرې جمعې په ورځ امریکا څلور جنګي ای - ۲۹ ډوله الوتکې افغان هوايي ځواک ته د مرستې په ډول ورکړې.

په پام کې ده چې ددغو الوتکو څلور نورې هم د کب په میاشت کې افغانستان ته ورکړل شي، دغه الوتکې ښه روزل شوي پيلوټان هم لري. دا الوتکې ۳۶ نوعه وسلې لري. د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان وايي، ژر به د ایم ډي ۵۳۰ الوتکو مرسته هم وشي.

ددې ترڅنګ دم ګړۍ په هند کې تر شپېتو پورې د افغان هوايي ځواک افسران په روزنه بوخت دي، په کابل کې د هند د سفارت نظامي اتشه وايي دا مرستې یې له افغانستان سره پدې خاطر کړي، چې دا هیواد په خپلو دښمنانو بریالی شي.

په کابل کې د هند د سفارت نظامي اتشې سوجیت ناراین وویل "مونږ د څلورو جنګي چورلکو مرسته کړې ده، ترڅو زمونږ افغان وروڼه د خپل هیواد خپلواکي وساتي، هند له افغانستان سره مرستو ته د یو ورور هیواد په توګه ژمن دی."

د افغان هوايي ځواک په روزنه کې درې هیوادونه امریکا، چک او عربي متحده امارات مرسته کوي، پدغو درېیو هیوادونو کې یو سلو پنځوس پیلوټان او د هوايي ځواک انجنیران روزل کیږي.

افغان هوايي ځواک وايي، دوی د روزل شویو، پیلوټانو له اړخه کومه ستونزه نه لري، خو لا هم د تجهیزاتو، هلیکوپترو او الوتکو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG