د لاس رسي وړ اتصالات

سنجې دت راتلونکی فلم افغانستان کې جوړوي


په کال ١٩٧٥ کې فیروز خان او هیمامالني د دهرماتما فلم لپاره افغانستان ته تللي وو
په کال ١٩٧٥ کې فیروز خان او هیمامالني د دهرماتما فلم لپاره افغانستان ته تللي وو

دا لومړۍ ځل نه دی چې هندي فلم جوړونکی افغانستان په خپله کیسه کې یادوي او یا د افغانستان ښکلا په خپلو صحنو کې راولي.

د فیروز خان دهرماتما،د امیتاب بچن خدا گواه، د جان ابراهم کابل ایکسپریس او داسې نور هندي فلمونه جوړ شوي چې لږ او یا زیاتې صحنې ېې په افغانستان کې تولید شوي وې.

د هند په فلمونو کې د افغانانو ذکر د پخوا نه راغلی. د کابلي والا او د زنجیر د شېر خان نوم اوس هم د فلم کتوونکو په ذهنونو کې ژوندی دی.

پخپله د هند مشهور هنرمندان، امجد خان، قادر خان، عامر خان او سلمان خان او نور په جار وايی چې زموږ نیکونه له افغانستانه هند ته راغلي وو او نن هم ویاړي چې افغانان دي او د افغانستان سره مینه لري.

دغه مینه یو ط‏رفه نه ده بلکې افغانان هم د هندي فلمونو مینه وال دي او نن هم د کابل په سینما گانو او تلویزوني چینلونو کې هندي فلمونه او سیریالونه ښودل کیږي.

امیتاب بچن د خدا گواه فلم د یو شمیر صحنو د جوړولبو دپاره په١٩٩٠ کال کابل او مزار شریف ته تللی و
امیتاب بچن د خدا گواه فلم د یو شمیر صحنو د جوړولبو دپاره په١٩٩٠ کال کابل او مزار شریف ته تللی و

د هندي سینما او افغانستان ترمنځ دغه رشته او مینه یو ځل بیا تړل او تازه کیږی. دا ځل د هندي سینما مشهور ستوری سنجې دت چې په سنجو بابا مشهور دی، د خپل راتلونکي فلم تور باز لپاره افغانستان ته روان دی.

د تور باز کیسه هم د افغانستان ده او د فلم صحنه هم د افغانستان خاوره ده. د فلم ډایریکټر گریش ملک دی. گریش ملک په کال ٢٠١۴ کې د جال په نوم مشهور فلم جوړ کړی و چې گڼې جایزې ېې گټلې وې.

د هند د مشهورې ورځپاڼه ممبي میریر خبریالې سینوکاته لیار چې په دې اړه ېې د فلم جوړونکو سره مرکې کړیدي، د امریکا غږ آشنا راډیو سره د دغه فلم په اړه مرکه کې ویلي چې فلم ډایریکټر گریش ملک د ډیر وخت نه په دې تکل کې و چې دا ځل یو داسې فلم جوړ کړي چې په نړیواله سویه بازار ومومي نو دې دپاره ېې د پاکستان د کرکټ نامتو مبصر رمیز راجه سره یې خبرې وکړې او رمیز راجه ورته د تور باز مفکوره ورکړه چې داسې پوځي افسر چې هغه افغانستان کې وي او د حالاتو له کبله ېې هیلې بایللي وي او نه پوهیږي چې څنگه هغه ماشومان چې ځان مرگي کوي، ددغې لارې را ورگرځوي. په دې مقصد سنجې دت د ماشومانو سره د کرکټ لوبه شروع کوي،کرکټ ورته ښيي او د ژوند یوه نوې لار ورته ښيي.

د فلم ډایرکټر گریش ملک دې لړ کې د فلم جوړونکي راجو چډها، سره خبرې وکړې او هغوي په دې سره ملگري شول چې سنجې دت به دې فلم کې د نظامي منصبدار رول لوبوي. دوي بیا د فلم کیسه سنجې دت ته وراوروله او هغه هم ډیره خوښه کړه او وې ویل چې ډېر به خوشاله شي چې افغانستان ته لاړ شي او هلته فلم کې کار وکړی.

په افغانستان کې وروستی هندي فلم د جان ابراهم او ارشد وارثي و چې کابل ایکسپریس نومیږي
په افغانستان کې وروستی هندي فلم د جان ابراهم او ارشد وارثي و چې کابل ایکسپریس نومیږي

ټاکل شوی چې د تور باز فلم په هند، منځني ختیځ او افغانستان کې جوړ او کار یې په راتلونکي کال کې پیل شي. پخپله سنجې دت هم ویلي چې دی غواړي نور د هاليوډ د ډینزل واشنگټن، میل گیبسن، او هندي سینما امیتاب بچن او نصرالدین شاه په شان د پاخه عمر رولونه ولوبوي.

سنجې دت په افغانستان کې ډېر مینه وال لري. د سنجې دت پلار سنیل دت په اویایمه لسیزه کې د هندي سیمنا مشهور ستوری و . د سنجې دت د شهر یوه بله وجه د هغه مسلمانه مور نرگس ده. اوس چې سنجې دت افغانستان ته ځي نو یو نوی افغانستان به ویني او افغانان به یو نوی سنجې دت.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG