د لاس رسي وړ اتصالات

هربجن سنگ: کرکټ نړیوال جام کې دې د پاکستان مقاطعه وشي


هربجن سنگ
هربجن سنگ

د هند د کرکټ لوبغاړي هربجن سنگ خپل ملک ته مشوره ورکړیده چې د جون په میاشت کې دې د نړیوال جام په لوبو کې د پاکستان سره لوبې نه کوي

هربجن سنگ د ای ایف پي سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د پاکستان سره د کرکټ برسیره په هره کچه د اړیکو شلول پکار دي.

د پاکستان او هند لوبډلې به د نړیوال جام یوه لوبه د جون په ١٦ نیټه کوي.

د هند د کرکټ لوبغاړي دغه څرگندونې د کشمیر په یوې سیمې پلوامه کې د برید په عکس العمل کې کړیدي. په دغه برید کې ۴٩ تنه امنیتي عسکر وژل شویدي.

هربجن سنگ وویل چې پاکستان د ترهگرو سره مرسته کوي او ترهگرو ته پخپله خاوره ځای ورکوي.

د هند حکومت د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارې تور لگولی دی چې د ترهگرې ډلې جیش محمد سره یې په دغه برید طرحه کولو کې مرسته کړیده خو پاکستان دغه تورونه په سختۍ سره رد کړیدي.

د هند د تورونو په ځواب کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم سخت غبرگون ښودلی دی او ویلي یې دي چې هند دې پارونکي خبرې نه کوي او د عقل نه دې کار واخلي.

XS
SM
MD
LG