د لاس رسي وړ اتصالات

هندي‌ ډاکټر د علاءالدین «جادويي څراغ» وپېره، خو پیریان په کې نه وو


د علاءالدین څیراغ
د علاءالدین څیراغ

هندي مقاماتو ویلي دوه کسان یې نیولي چې د علاءالدین یو څراغ یې په یو ډاکټر باندې په اوه میلیون روپیو (۹۳ زره ډالرو) پلورلی و.

دغو کسانو هندي ډاکتر لایق خان غولولی او هغه ته یې ویلي دي‌ چې ددې څراغ دننه یو پیری شته چې هر څه وغواړي، غوښتنه دې مني.

لایق خان وروسته پوه شوی و چې دغو ټکمارانو ورته درواغ ویلي دا یو تش څراغ دی، جادو او پیریان نلري. ډاکټر بیا پولیسو ته شکایت کړی او دا خلک یې ور ښودلي دي.

یو هندي مقام امیت رای وویل چې تورن کسان د پنجشنبې په ورځ نیول شوي دي. وايي‌ د یو تورن کس مېرمنه هم په دغې قضیې کې تورنه او دخیله ده.

پولیسو وویل چې دغو کسانو زیات شمیر خلک غولولي او په میلیونونو روپۍ یې ترلاسه کړي دي.

په لرغونو کیسو کې راغلي چې د علاءالدین څراغ چې وسولوي او وخوځوي، د هغې نه یو پیری راوځي چې جادویي قدرت لري او د څراغ د خاوند درې هیلې پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG