د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ټاکنې: ۹۰۰ میلیون رای‌ ورکونکي - اوه پړاونه


په داسې حال کې چې پر پاکستان له برید ورسته د هند د صدراعظم نریندرا مودي محبوبیت ته په خپل هېواد کې څه ناڅه تاوان رسېدلی، هغه بیا هم هیله لري چې ګوند یې پارلماني انتخابات وګتي.

د هند د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی چې ددې هیواد پارلماني انتخابات چې د نړۍ ستره دموکراسي گڼل کیږي د اپریل د میاشتې په ١١ پیل او په اوه پړاونو کې به وشي.

د هند د انتخاباتو د کمیسیون رئیس سونیل ارورا، وویل چې پدې ټاکنو کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه هندیان چې د رای ورکولو حق لري، برخه اخلي.

د هند په پارلماني ټاکنو کې ددغو رای ورکونکو له جملې نه ١٥ میلیونه یې د ١٨ او ١٩ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

پدې انتخاباتو کې چې په کې د پارلمان ۵۴۳ څوکیو ته کاندیدان سره سیالي کوي د رای ورکوونکو د شمیر له نظره د نړۍ په کچه تر ټولو ستر انتخابات گڼل کیږي او څه دپاسه یوه میاشت وخت نیسي.

د نظرپوښتنو نتیجې ښیي چې واکمن ملتپاله گوند "بهارتیا جناتا" به وکړای شي د ٢۴١ څوکیو په ترلاسه کولو په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې پر پاکستان باندې د هند د هوایي بریدونو دمخه د هند د صدراعظم او د بهارتا جناتا گوند د مشر نرندرا مودي د محبوبیت کچې ته سخت تاوان رسیدلی و.

خو له دغو بریدونو وروسته د ښاغلي مودي او د هغه د گوند ملاتړي زیات شوي دي چې کیدای شي په راتلونکو انتخاباتو کې یې په گټه تمام شي.

XS
SM
MD
LG