د لاس رسي وړ اتصالات

په خټه کندهاری قادر خان له خبرو لویدلی


قادر خان اوس په کاناډا کې د خپل زوی سره اوسیږي
قادر خان اوس په کاناډا کې د خپل زوی سره اوسیږي

د هند د سینما (بالیووډ) وتلی ستوری قادر خان چې په خټه د افغانستان د کندهار دی دا مهال سخت ناروغ دی او کورنۍ یې وایي چې له خبرو اترو لویدلی دی.

۷۹ کلن قادر خان په څه دپاسه ۳۰۰ فلمونو کې کار کړی دی.

قادر خان اوس په کاناډا کې د خپل زوی سرفراز خان سره ژوند کوي.

د قادر خان انږور وایي "اوس هغه په ډیر مشکل خبرې کولای شي چې یواځې زه او زوی یې پرې پوهیږي چې څه وایي".

رسنیو د قادر خان د زوی د میرمنې په وینا لیکلي چې ددې حال سره سره قادر خان خوشحاله بریښي او د خپلو لمسیو سره مشغول وي.

د قادر خان زوی سرفراز ویلي دي چې پلار یې د پښې عملیات کړی خو د درد له وجې نشي گرځیدای.

قادر خان د بلوچستان په پښین کې د ١٩٣٧ کال د دسامبر په ١١ زیږیدلی دی، خو پلار یې چې عبدالرحمان خان نومیده د کندهار نه دې سیمې تللی و.

قادر خان د خپل ژوند زیاته برخه په هند کې تیره کړې ده خو خپله مورنۍ ژبه پښتو یې نده هیره کړې او اوس هم کندهارۍ لهجه په پښتو خبرې کوي.

قادر خان څلور کاله وړاندې په یوه مرکه کې د خپل پلرني وطن افغانستان د لیدلو هیله کړې وه.

هغه فلمي دنیا ته د پيښور یو بل پښتون فلمي ستوري یوسف خان (دلیپ کمار) بولی و او خپل هنري سفر یې په ۱۹۷۳ کال کې د داغ نومي هندي فلم کې په کار کولو پیل کړی و.

XS
SM
MD
LG