د لاس رسي وړ اتصالات

د ۶۹ ماشومانو مړینه؛ هند کې د درمل جوړونې یو شرکت تولیدات بند شول 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د هند حکومت د درمل جوړونې د یو شرکت ټول تولیدات بند کړل. ګمان کېږي چې په افریقايي هېواد ګامبیا کې د ۶۹ ماشومانو مړینه د دغه شرکت د شربتو د څښلو له کبله وي.

د هند د هریانا ایالتي وزیر انیل ویج نن چهارشنبه اکتوبر ۱۲ (تله ۲۰) وویل چې د «میدن» په نوم هندي شرکت په اړه له یو لړ څېړنو او پلټنو وروسته ۱۲ سرغړونې پېژندل شوي دي. هغه وویل: «د دغو موندنو په اساس، د دغه شرکت ټول تولیدات منع شوي او په اړه یې اطلاعیه صادره شوې ده.»

د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ د یو خبرداري په خپرولو سره د درملو له تنظیم کوونکو ادارو څخه وغوښتل چې د دغه هندي شرکت محصولات له بازار څخه ټول کړي.

دغه سازمان وايي چې د «میدن شرکت د پرومیتازین فمي، کوفیکزمالین، ماکوف او ماګریپ» شربتونه د «دای‌ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول» مواد لري.

«دای‌ایتیلین ګلایکول او ایتیلین ګلایکول» یو بې رنګ او بې بوی مواد دي چې په غوړو ماشین الاتو کې ډېر او د سینګار په موادو کې کم کارول کېږي. د دغو موادو خوړل د خیټې د درد، اسهال، کانګې، د میتیازو د بندېدو، سردردۍ او نورو جدي ستونزو لامل کېږي چې نهایتآ انسان د کوما حالت ته بیايي او د مرګ لامل یې کېدای شي.

د ګامبیا پولیسو هم تېره ورځ وویل چې ابتدايي تحقیقات ښيي چې د ۶۹ ماشومانو مړینه د هندي شربت له شربت سره تړاو لري. دا ماشومان د بډوډیو له جدي ستونزو سره مخامخ شوي وو. دا د ټوخي او سینه او بغل شربتونه دي.

انیل ویج وویل چې دا شربتونه د هند په کلکته کې د دغه هېواد د درملو مرکزي لابراتوار ته استول شوي او اوس دوی د ازموینو پایلو ته منتظر دي. د «میدن» شرکت په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو وايي چې په ګامبیا کې له خپل مشتري سره په تماس کې دي چې څه پېښ شوي دي.

تېره میاشت په ګامبیا کې د ۲۸ ماشومانو له مړینې وروسته د دغه هېواد د روغتیا وزارت روغتونونو ته لارښوونه وکړه چې د دغو شربتونو استعمال بند کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تولیدوونکي شرکت د معلوماتو په اساس دا شربتونه یوازې ګامبیا ته صادر شوي دي. خو وايي‌ چې د افریقايي هېوادونو د بازارونو کنترول ستونزمن دی او له همدې کبله دا خبره نشي ردولای چې ممکن نورو هېوادونو ته هم صادر شوي وي.

XS
SM
MD
LG