د لاس رسي وړ اتصالات

هند د مذهبي آزادۍ په اړه د امریکا اندیښنه رد کړه


د هند تر کنترول لاندې کشمیر ۲۰۱۹ کال
د هند تر کنترول لاندې کشمیر ۲۰۱۹ کال

د امریکا د متحده ایالاتو یو کمیسیون په نړۍ کې د مذهبي آزادیو په هکله په خپل کلني رپوټ کې هند د هغو هیوادونو له جملې ګڼلی چې په کې د مذهبي آزادۍ شرایط د ځانګړې اندیښنې وړ دي.

خو د هند حکومت نن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوایي ۱۰) د امریکا د متحده ایالاتو ددغه کمیسیون موندنې رد کړې او دغه رپوټ یې مغرضانه ګڼلي دي.

د امریکا ددغه کمیسیون په رپوټ کې راغلي دي چې په هند کې په ۲۰۱۹ کال کې مذهبي آزادۍ په پام وړ اندازه راکمې شوي دي او وړاندیز یې کړی دی چې هند باید په تور لست کې شامل شي، ځکه په وینا یې دغه هیواد د مذهبونو د آزادۍ او د دیني عبادتونو د مراسمو ساتنه نده کړې.

ددغه رپوټ په غبرګون کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ددغه کمیسیون څرګندونې کومه نوې خبره نده، خو ټینګار یې کړی دی چې ددې کمیسیون نوې ارزونه د ناسمو معلوماتو په وړاندې کولو کې یوې بلې کچې ته رسیدلې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس په ۱۹۹۸ کال کې د متحده ایالاتو د بین المللي مذهبي آزادیو کمیسیون جوړ کړ چې په نړیواله کچه د مذهبي آزادۍ په هکله د امریکا د پالیسۍ لپاره سپارښتنې ورکړي.

هند تل ددغه کمیسیون نظرونه او رپوټونه رد کړي او د یوې لسیزې راهیسې یې ددغه کمیسیون غړو ته د ویزې د ورکولو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG