د هند په چتیسګړ ایالت کې د ماین یوې چاودنې لږ تر لږه ۹ امنیتي ځواکونه وژلي دي. د ځايي چارواکو په وینا، دغه ماین د ماویستي یاغیانو له لورې ځای پر ځای شوی و.
د چتیسګړ د پولیسو د ماویست ضد عملیاتو مشر، وویک انند سنا، وویل چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دوشنبې په ورځ، جنوري شپږمه (مرغومي ۱۷مه)، د هند امنیتي ځواکونه د یو عملیات له بشپړولو وروسته د سیمې څخه ستنېدل. په دې عملیاتو کې ۴ ماویستي یاغیان هم وژل شوي دي.
د ماویستي یاغیانو بغاوت چې له څو لسیزو راهیسې روان دی، تر دې دمه د څه باندې ۱۰ زره کسانو ژوند اخیستی دی.
یادې ډلې ویلي، چې دوی ددغه سیمې د اصلي اوسیدونکو د حقونو لپاره چې ددوی په خبره په طبیعي سرچینو بډای دغه ایالت کې له پامه غورځول شوي دي، مبارزه کوي.
د هند د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د ماویستي یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸۷ یاغیان وژل شوي دي.
په "نکسلایتس" مشهور ماویستي یاغیان، چې د چین له انقلابي مشر، ماو زیدونګ څخه الهام اخلي، په ۱۹۶۷ کال کې یې وسلهوالې مبارزې ته مخه کړې وه.
د هندي چارواکو په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۰۰۰ شکمن ماویستي یاغیان نیول شوي او ۸۳۷ نور یې تسلیم شوي دي.
بلخوا، د هند د کورنیو چارو وزیر، امیت شاه، تېر کال ماویستي یاغیانو ته خبرداری ورکړی و، چې یا تسلیم شي او یا به د حکومت د بشپړ یرغلیزو بریدونو سره مخ شي. هغه ویلي و، حکومت غواړي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې دغه بغاوت به بشپړه توګه وځپي.
امیت شاه نن هم یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د هند د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ځایه نه ځي او زیاته یې کړه: "موږ به [بغاوت] د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر میاشتې پورې په بشپړ ډول له خپلې خاورې ورک کړو."
دا پداسې حال کې دی چې د هند حکومت د ماویستي یاغیانو په ډلې کې د جلب او جذب د مخنیوي لپاره په سیمهییزو پروژو او زیربناوو کې میلیونونه ډالر پانګونه کړې ده، ترڅو ځايي خلک د دې ډلې له ملاتړ څخه راوګرځوي.
فورم \ دبحث خونه