د لاس رسي وړ اتصالات

هندی لوبغاړی اکشر پټیل په کرونا اخته شوی


د آی پي ایل د پیل نه وړاندې اکشر پټیل دویم هندي لوبغاړی شو چې د کرونا معاینات یې مثبت راځي.
د آی پي ایل د پیل نه وړاندې اکشر پټیل دویم هندي لوبغاړی شو چې د کرونا معاینات یې مثبت راځي.

پداسې حال کې ټاکل شوې بله اوونۍ د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل سیالۍ پیل شي، د ډهلي کپیټلز د لوبډلې یو تر ټولو تکړه ورو توپ اچوونکی، اکشر پټیل د کرونا په ویروس ا خته شوی.

د دې لوبډلې روزونکي او د اسټرالیا پخواني کپتان، ریکي پونټنګ ویلي چې د ۲۷ کلن پټیل د کرونا دویم معاینات مثبت و. ښاغلي پونټنګ ویلي چې اکشر پټیل په یو ځانګړي روغتیايي مرکز کې قرنطین دی.

پټیل د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو د پیل نه وړاندې دویم لوبغاړی دی چې د کویډ ۱۹ د بیمارۍ معاینات یې مثبت راغلي.

تر هغه وړاندې د کلکتې د نایټ رایډرز د لوبډلې د توپ وهونکي، نتیش رانا د معایناتو نتیجه هم مثبته راغلې وه.

د آی پي ایل د سږ کال سیالۍ بله جمعه پیل کیږي او ټاکل شوې په لومړنیو لوبو کې نندارچیان نه وي. خو وروسته به په ټاکل شویو ځایونو کې ناست وي.

د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د دریو لوبغاړو په ګډون د نړۍ مشهور لوبغاړي برخه لري.

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان د سږ کال په سیالیو کې ګډون کوي او درې واړه یې د سن رایزر حیدرآباد په لوبډلې کې دي.

XS
SM
MD
LG