د لاس رسي وړ اتصالات

د هند حکومت د هغو سخت دریځه هندوانو په اړه پلټنه کوي چې وایي مسلمانان ووژنئ


د هند پولیسو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) وویل د هغو سخت دریځه هندوانو په هکله یې پلټنې پیل کړي چې په یوه غونډه کې يې د مسلمانو لږکیو د ډله ییزې وژنې غوښتنه کړې ده.

د یوې ویدیو په اساس چې د فرانس پرس اژانس یې رښتینوالی تائید کړی ددې غونډې ویاندې د روانې میاشتې په پیل کې ګډون کوونکو ته ویلي چې خلک باید د مسلمانانو د وژنې په خاطر زندان ته له تللو څخه اندیښنه ونلري.

دغه ښځې ویلي دي: "حتی که مونږ سل تنه سرتیري شو او د هغوی دوه میلیونه تنه ووژنو، مونږ به بریالي شو...تاسې یواځې هغه وخت کولای شئ د سناتنا دهرما (مطلق هندویزم) محافظت وکړې چې په دغه کړو عمل وکړئ."

په هغه غونډه کې چې د هند په شمالي ښار هریدوار، کې جوړه شوې وه د هند د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ بهارتیا جاناتا ګوند لږ تر لږه یو غړي په کې حضور درلود.

د بهارتیا جاناتا ګوند په ۲۰۱۴ کې له واکمن کیدو راهیسې د مسلمانانو او نورو لږکیو د زورونې لپاره د هندو سخت دریځو په هڅونه تورن شوی دی؛ هغه تور چې دغه ګوند یې تل ردوي.

د هند د پارلمان غړي اسدالدین اویسي په یو ټویټ کې لیکلي دي چې په دغه ویدیو کې څرګندونې "د نسل وژنې د هڅونې څرګند مثال" دی.

د ښاغلي مودي حکومت تر اوسه ددغه پیښې په هکله نظر ندی څرګند کړی.

دغه ویاندې پدې ویدیو کې همداشان ویلي دي چې هندیان باید هندي افراطي نتورام ګادسي ته دعا وکړي چې د هند د خپلواکۍ اتل مهاتما ګاندي یې په ۱۹۴۸ کال کې ترور کړی و.

پدې ترڅ کې د یوې بلې هندو ډلې رئیس پرابوداناندګیري د اکثر د بهارتیا جاناتا ګوند د لوړپوړو چارواکو سره لیدل کیږي د "پاکسازۍ" غوښتنه کړې او ددې غونډې له ګډون کوونو څخه یې غوښتي چې "مړینې یا وژنې ته تیار" شي.

هغه په ویدیو کې وایي: "پولیس، سیاستوال، پوځ او په هند کې هر هندو باید د میانمار په څیر وسله واخلي او دغه تصفیه ترسره کړي. بل انتخاب ندی پاتې."

دریم ویاند وایي: "کاشکې" یې د هند پخوانی صدراعظم منموهن سینګ، چې د هند لومړنی سیک صدراعظم و، وژلی وای.

یو بل وینا وال بیا وایي د خپل ایالت له هوټلونو څخه یې غوښتي چې د کرسمس جشن د نمانځلو اجازه ورنکړي.

د هند زیات شمیر مسلمانې ټولنې وایي چې د سخت دریځې هندو ډلې د غړي نریندرا مودي له واکمن کیدو راهیسې مخ په زیاتیدنکې توګه د بریدونو اوګواښونو له تهدید سره مخامخ شوي دي.

د اوتراکند ایالت پولیسو چیرته چې دغه جنجالي غونډه شوې وه، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې "ددې موضوع په څیړنه بوخت دي او د مجرمینو په وړاندې به جدي اقدامات وشي."

XS
SM
MD
LG