د لاس رسي وړ اتصالات

غني او مودي د افغانستان په سولې ټینګار وکړ


تر ساعتونو بحثونو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د خبریالانو په وړاندې حاضر شول.
تر ساعتونو بحثونو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د خبریالانو په وړاندې حاضر شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، چې نن په نوي ډهلي کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو نوې روحیه اخېستې، او هند د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي.

له ترهګرۍ سره مبارزه، په افغانستان کې سوله، او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي همکاري پراختیا هغه عمده بحثونه وو، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په نوي ډهلي کې له هندي مشرانو سره نن درلودل.

تر ساعتونو بحثونو وروسته افغان ولسمشر او د هند لومړي وزیر د خبریالانو په وړاندې حاضر شول.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل هند له نوي افغان حکومت سره د تېرو څوارلسو کلونو مزل پرمخ بیايي.

ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې وویل د افغانستان سوله د ګاونډيانو په مثبتو او مسلسلو هڅو بریالۍ کیږي.

د هند صدراعظم وویل “د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مونږ د ولسمشر غني له لید لوري ملاتړ څرګند کړی دی، مونږ د هغو پروسو چې د افغانستان په رهبرۍ وي، ګډه لیوالتیا لرو.”

ښاغلي مودي وویل د دواړو هیوادونو همکاري نوې روحیه خپله کړې ده، هغه وویل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان له ولسمشر سره غږېدلی دی.

بل لورته افغان ولسمشر غني چې تېره ورځ هند ته د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تللی، نن په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره په حیدر اباد هوس کې له کتلو وروسته په ګډه خبریالانو ته وویل سوله افغانستان ته لومړیتوب لري.

ولسمشر غني له ترهګرۍ سره په سیمه ایزه کچه د مبارزې یاده وکړه ” ترهګرۍ سره باید مبارزه وشي، او باید پرې بریالي شو، مونږ ژمن یو چې افغانستان د ترهګرو لپاره هدیره کړو.”

ښاغلي مودي د چابهار د بندر د کار د پرمخ بیولو لپاره خپلې ژمنې تازه کړې او په اپټا کې د هند د شمولیت لپاره د تیاري خبره هم وکړه.

افغان ولسمشر واک ته له رسېدو اووه میاشتې وروسته هند ته سفر کوي، تر دې پخوا داسې اندېښنې وې، چې ګواکې ولسمشر له پاکستان سره نېږدې شوی دی او پدې کار هند خوابدی دی. د هند او افغانستان مشرانو پدې تړاوو څه ونه ویل.

افغان ولسمشر د هند لومړي وزیر ته د افغانستان د تګ بلنه هم ورکړه.

تر دې وړاندې دواړو مشرانو تېر کال د سارک د غونډې په درشل کې یو له بل سره هم کتلي وو.

XS
SM
MD
LG