په هند کې خلګ پر یوې ۵ کلنۍ ماشومې انجلۍ باندي د جنسي تیري له کبله په غوصه دي.
په نوي ډیلۍ کې د شنبې په ورځ لاریون کونکو د تورن کس دپاره چې ۲۲ کاله عمر لري د سختې جزا غوښتنه کړې ده. پر دغه کس باندي تور دی چې یادشوې ماشومه یې د دوو ورځو لپاره شکنجه کړې او جنسي تیری یې پرې کړی دی.
لاریون کونکي دغه راز د پولیسو د سوکه ځواب په خاطر هم په غوصه دي او وايي چې کله د ماشومې مورو پلار د هغې د ورکیدو خبر ورکړ، نو پولیسو چټک اقدام ونکړ.
یاده شوې انجلۍ د پنجشنبې په ورځ د مشکوک په کور کې چې د انجلۍ سره په عینی ودانۍ کې اوسیدی، پیدا شوې ده. د هغې اوس په روغتون کې درمنله کېږي.
دغه پېښه څلور میاشتې وروسته له هغه نه رامنځ ته شوه چې په نوې ډیلۍ کې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې باندي د څو کسانو له خوا جنسي تیری وشو چې په ټول هند کې یې د خلګو غوصه راوپاروله او خلګ لارو کوڅو ته راووتل.
د هغه نه وروسته حکومت د ښځو د ژغورلو دپاره نوي قوانین تصویب کړل خو انتقاد کونکي وايي چې د ښځو د لازیات خوندیتوب لپاره دي نور څه هم وشي.