د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې سترې محکمې د همجنسبازۍ ضد قوانین ختم کړ


د هند سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ په یوې تاریخي پریکړې کې د همجنسبازانو ضد هغه قوانین ختم کړي چې د پیړیو راهیسې پدې ملک کې نافذ و

د هند د سترې محکمې پنځو قاضیانو د پنجشنبې په ورځ د همجنسبازاتو ضد د هغه قوانینو د ختمولو پریکړه ه وکړه چې د دوو کسانو ترمنځ جنسي اړیکې غیر قانوني بولي.

د سترې محکمې قاضي القضا دیپک مشرا د پریکړې اورولو په مهال وویل چې دوه بالغ کسان چې هغه دواړه هلکان او یا دواړه جینکۍ ولې نه وي، په خپله خوښه کولی شي چې جنسي اړیکې ولري.

د هند دغه قانون چې همجنس کسان به یې د جنسي تعلق نه منع کول، د انگریزانو د واکمني په وخت کې په ١٨٦١ کال کې نافذ شوی و.

د هند یوې عالي محکمې په ١٩٩٠ کال کې د همجنسبارانو په پلوۍ پریکړه وکړه خو د هغه وخت سترې محکمې دغه پریکړه لغوه کړه.

د هند مذهبي ډلو د سترې محکمې د پریکړې ضد د مظاهرو گواښ کړیدی. د یادونې وړ ده د هند واکمن گوند بهارتیه جنتا گوند هم د همجنسبازۍ خلاف ده خو وایي چې د سترې محکمې پریکړه قبلوي.

XS
SM
MD
LG