د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ریل ګاډي چلوونکي کرکټ کاته چې ټکر یې ۱۴ تنه ووژل - چارواکي


هند په نړۍ کې د اورګاډي یو له ترټولو لویو شبکو لري چې کله ناکله پکې خونړۍ پیښې رامنځته کیږي.
هند په نړۍ کې د اورګاډي یو له ترټولو لویو شبکو لري چې کله ناکله پکې خونړۍ پیښې رامنځته کیږي.

د هند د ریل ګاډو د چارو وزیر د دوشنبې په ورځ مارچ ۴ (کب ۱۴) وویل، د هغه ریل ګاډي چلوونکي په خپل موبایل تیلیفون کې کرکټ کاته، چې ترافیکي اشارې ته یې له پام پرته له بل ریل ګاډي سره ټکر وکړ او ۱۴ تنه پکې ووژل شول.

د اندرا پردیش په ایالت کې د اکتوبر په میاشت کې خونړۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې کوربه هند د کرکټ د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې له انګلنډ سره سیالي لرله.

د هند پریس ټرسټ خبري اژانس د وزیر اشویني ویشنو له خولې راپور ورکړی: "په اندرا پردیش کې وروستۍ قضیه ځکه رامنځته شوې چې د ریل ګاډي چلوونکی او د هغه مرستیال دواړه د کرکټ د لوبې په کتلو بوخت وو او متوجه نه وو."

د ریل ګاډي د چارو وزیر زیاته کړه: "اوس موږ داسې سیسټمونه نصب کوو چې کولی شي د ریل ګاډي د چلوونکو او مرستیالانو غفلت کشف کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی په بشپړ ډول د ریل ګاډي په چلولو تمرکز کوي."

په هند کې په سلګونو میلیونو خلکو د تلویزیون پر پرده د کرکټ دغه لوبه کتله چې د کوربه لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په یوې بله قضیه کې، چارواکو د ریل ګاډي د هغه تمځای رئیس او درې نور کارکوونکي د غفلت په تور له کاره ګوښه کړل چې تیره میاشت پکې یو بار وړونکي ریل ګاډي له چلوونکي پرته ۷۰ کیلومتره سفر وکړ.

هند په نړۍ کې د اورګاډي یو له ترټولو لویو شبکو لري چې کله ناکله پکې خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځته کیږي. ترټولو خونړۍ پیښه په ۱۹۸۱ کې د بهار په ایالت کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ریل ګاډی د یو پل څخه د تیریدو پر وخت له پټلۍ څخه ووت او لږترلږه ۸۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د ۲۰۲۳ په جون کې، په اوډیشا ایالت کې د دریو ریل ګاډو ټکر نږدې ۳۰۰ کسان ووژل.

په وروستیو کلونو کې هند د ریل ګاډو په شبکه کې د عصري تمځایونو او بریښنایی اشارو سیسټمونو لګولو لپاره ډیرې پیسې پانګونه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG