د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پوځ وايي سهوآ یې ۱۴ ملکي وګړي وژلي


د هند د پوځ مقامات او حکومت نن د دسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۴) وویل چې هندي ځواکونو ددې هیواد په شمال ختیځ ناګالند ایالت کې په سهوه کې ۱۴ ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر وویل چې دغه پیښه د شنبې په شپه د میانمار سرحد ته نژدې شوې ده.

مقاماتو ویلي دي چې ددې پیښې په هکله پلټنې روانې دي او ددغه "استخباراتي ناکامۍ" عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د هند د دفاع وزارت رپوټ ورکړی چې ددې پیښې په ترڅ کې یو امنیتي منسوب وژل شوی او څه دپاسه لس نور ملکیان او پوځیان ټپیان شوي دي.

د ناګالند ایالت اوسیدونکي تل تور لګوي چې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي.

ددې ایالت د پولیسو یو لوړ پوړي مقام وویل چې دغه پیښه د میانمار پولې ته نژدې په یو کلي کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو په ضد په عملیاتو بوخت وو.

ډزې هغه وخت پیل شوې چې یو بار وړونکی موټر چې د ډبرو سکرو د یو کان شاوخوا ۳۰ تنه کارګران یې لیږدول له ساحې څخه په تیریدو و چې د اسام د وسله والو ځواکونو غړي په کې ځای پر ځای شوي وو.

د پولیسو دغه مقام وویل چې د ډزو په ترڅ کې لومړی شپږ کارګر ووژل شول، خو وروسته له هغې چې دغه خبر خپور شو ددې سیمې په سلګونو قبابل د اسام د وسله وال قواو کمپ او وسایلو ته اور واچوه او د امنیتي ځواکونو سره ونښتل.

د دوهم برید په ترڅ کې اته نور ملکي وګړي او یو امنیتي منسوب ووژل شول.

په وروستیو کلونو کې هند هڅه کړې چې میانمار د یاغیانو ایستلو ته وهڅوي چې د ناګالند ایالت سره په پوله د مانيپور او ارانچل پردیش په ځنګلي سیمو کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG