د متحدو ایالتونو د انډیانا ایالت د سنا په مقدماتي ټاکنو کې د اوو کاندیدانو له جملې څخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړ لرونکو پنځو کاندیدانو بری ترلاسه کړی دی.
د سه شنبې د ورځې (می پنځمې) دا ټاکنې د امریکا په کچه د پام وړ ګرځېدلي، او په ترڅ کې یې هغو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ماتې خوړلې چې په دغه ایالت کې یې د انتخاباتي حوزو د نقشې د بدلولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ لرونکي پلان مخالفت کړی و.
پنځه میاشتې وړاندې، د انډیانا په سنا کې اکثریت لرونکو جمهوري غوښتونکو د ایالت د انتخاباتي حوزو د پولو د بدلولو له پلان سره مخالفت وښود. ټاکل شوې وه چې دا بدلون به د استازو په جرګه کې د انډیانا دپاره د جمهوري غوښتونکو دوه څوکۍ زیاتې کړي.
ولسمشر ټرمپ ددغو اتو ایالتي سناتورانو له جملې څخه د اوو د مخالفو کاندیدانو ملاتړ اعلان کړی و.
د سه شنبې د ټاکنو پایلې ښيي چې ددغو اوو ایالتي سناتورانو له ډلې څخه یوازې سناتور ګریګ ګوډ بریالی شوی او پنځو نورو ماتې خوړلې ده. د ایالتي سنا د ۲۳مې انتخاباتي حوزې وروستۍ پایلې لاتراوسه ندي اعلان شوي.
ددغو مقدماتي ټاکنو پایلې ښيي چې ټرمپ په خپل ګوند کې محبوبیت ساتلی او هڅه کوي چې جمهوري غوښتونکي د روان کال د منځنۍ دورې په ټاکنو کې هغه نتیجې ترلاسه کړي چې په واشنګټن کې ددغه ګوند د واک د دوام لپاره ورته اړتیا ده.
ایالتي ټاکنې د امریکا د منځنۍ دورې ټاکنو لپاره ډیرې مهمې دي. د منځنۍ دورې ټاکنې د روان کال په نومبر کې کیږي او په ترڅ کې یې د استازو جرګې ټول ۴۳۵ غړي او د سنا ۳۳ غړي ټاکل کیږي.
فورم \ دبحث خونه