د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د "سولې په راوستو کې افغانستان" سره مرسته کوي


افغان حکومت د اندونیزیا د جمهور رئیس تود هرکلی وکړ
افغان حکومت د اندونیزیا د جمهور رئیس تود هرکلی وکړ

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویډوډو وايي چې هیواد به یې د سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ونه سپموي.

ښاغلي ویډوډو په کابل کې له ولسمشر غني سره په ګډ کنفرانس کې دا خبرې وکړې. هغه وویل ‪مونږ به د "سولې په راوستو کي همکاري ولرو. مونږ به د سولې ترڅنګ په نورو برخو کې هم خپلې همکارۍ روانې وساتو".

د اندونیزیا ولسمشر تر دې وړاندې پاکستان ته تللی او د هغه هیواد له مشرانو سره یې هم د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کړې وې. اندونیزیا د نفوس له پلوه تر ټولو لوی مسلمان هېواد بلل کیږي.

ښاغلی ویډوډ داسې مهال له افغانستان سره د سولې په برخه کې د همکارۍ خبره کوي چې څه موده مخکې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر فیض الله کاکړ ویلي وو چې اندونیزیا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ښه کوربه کېدی شي.

څه موده مخکې د ولسمشر لومړی مرستیال سرور دانش هم اندونیزیا ته تللی وی. افغان ولسمشر له خپل اندونیزیايي سیال سره په کنفرانس کې پر طالبانو کلک انتقادونه وکړل. ښاغلي غني وویل د طالبانو وروستي بریدونو وښودل چې "هغوی د خپلو بادارانو له لارښوونو سرغړونه نشي" کولی.

هغه وویل "طالبانو پدې خاطر د صدارت په څلور لارې کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤلیت ومانه ترڅو د خپل بادار فرمایش په ځای کړي او خپل بادار له سیاسي انزوا څخه وباسي".

ولسمشر غني ونه ویل چې د طالبانو باداران څوک دي خو په وار وار یې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی. ولسمشر غني ژمنه وکړه چې د وروستیو بریدونو کې به د "خپلو مظلومو خلکو د وینې بدل" واخلي.

ښاغلي غني داسې مهال دا خبرې کولې چې په شاوخوا یوې اونۍ کې په کابل کې درې بریدونه وشول سلګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل. طالبانو د دغو بریدونو مسولیت منلی دی.

دا افغانستان ته د اندونیزیا د ولسمشر په توګه د ښاغلي جوکو ویډوډو لومړنی سفر دی. د اندونیزیا یو بل مخکنی ولسمشر په ۱۹۶۱ کې افغانستان ته راغلی و.

کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر د سفر پر مهال وسله والو د ښار په لویدیځه برخه کې د افغان ځواکونو په یو پوځي مرکز برید وکړ او ۱۱ افغان سرتېري یې ووژل.

XS
SM
MD
LG