د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا په ټولنیزو شبکو کې د توکو په پېر او پلور بندیز ولګاوه


اندونیزیايي‌ چارواکو په ځانګړي ډول د ټیک ټاک اپلیکیشن یاد کړی چې د دوی په خبره، په انحصاري کړنو کې ښکیل دی او افلاین پلورونکي ګواښي.
اندونیزیايي‌ چارواکو په ځانګړي ډول د ټیک ټاک اپلیکیشن یاد کړی چې د دوی په خبره، په انحصاري کړنو کې ښکیل دی او افلاین پلورونکي ګواښي.

د اندونیزیا د سوداګرۍ وزارت وايي په دغه هېواد کې د نوي قانون له مخې، په ټولنیزو شبکو کې د توکو پېر او پلور منع شوی دی.

جاکارتا وړاندې اندېښنه ښودلې وه چې د توکو په پېر او پلور باندې د لویو ټولنیزو شبکو تکیه ددغه هېواد میلیونونو کوچنیو سوداګریو ته زیان رسوي.

حکومتي چارواکو په وروستیو اونیو کې غوښتي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې د توکو پیر او پلور ددغه هېواد د انټرنیټي سوداګرۍ برخه شي او په ځانګړي ډول د چین د ټیک ټاک اپلیکیشن یې یاد کړی چې د چارواکو په خبره، په انحصاري کړنو کې ښکیل دی او افلاین پلورونکي ګواښي.

د اندونیزیا د سوداګرۍ وزیر ذوالکفلي حسن د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) وویل په پایتخت جاکارتا کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د سوداګرۍ دغه مقرره له پرون راهیسې نافذه ده."

هغه وویل چې په پیر او پلور کې بوختې ټولنیزې شبکې او پلټفارمونه به یوه اونۍ وخت ولري ترڅو د نوي قانون سره ځان عیار کړي.

ددې مقرراتو له مخې، ټولنیزې شبکې د محصولاتو سوداګریز اعلانات کولای شي او د پېر او پلور حق نلري.

له دې وړاندې په اندونیزیا کې د ټیک ټیک، فیسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنیزو شبکو له لارې د پېر او پلور دپاره قوانین موجود نه و.

دا نوي مقررات د ټیک ټیک لپاره یو بل خنډ دی. په وروستیو میاشتو کې له بیجینګ سره د ټیک ټاک د ممکنه تړاو له امله، متحده ایالاتو او ځینو نورو هېوادونو ددغې شبکې د کاروونکو د معلوماتو د محرمیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ټیک ټاک بازار (ټیک ټاک شاپ) له اندونیزیا څخه پیل شوی او اوس په ډیرو هېوادونو کې عام دی. خو په اندونیزیا کې ډیر شهرت لري.

په جنوب ختیځې اسیا کې اندونیزیا لومړنی هېواد دی چې د ټیک ټاک د سوداګرۍ د برخې په خلاف اقدام کوي.

د کابینې په کچه په اندونیزیا کې تازه پلي شوي دا مقررات د ۲۰۲۰ کال د سوداګرۍ د قانون تعدیل دی او د پارلمان تصویب ته اړتیا نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG