د لاس رسي وړ اتصالات

ټیک ټاک کې مشهورې شوې اشپزې په امریکا کې رستورانت پرانیست


توای نیوین
توای نیوین

امریکا میشتې ویتنامۍ توای نیوین د کرونا د وبا په جریان کې د ویتنامي خوړو پخولو ویډیوګانې خپرولې او له همدې کبله په ټیک ټاک کې ډېره مشهوره شوې ده.

اوس چې د وبا له کبله لګېدلي بندیزونه لیرې شوي، دې ۲۵ کلنې اشپزې د امریکا د کالیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار ته څېرمه د "ډي ډي" په نوم خپل لومړنی رستورانت پرانیستی دی.

نیوین وايي، لویدیځ هالیوډ د ګڼې ګوڼې ډک ښارګوټي کې د رستورانت لرل ورته د "خوب لیدل" و او خبره نه وه چې دا خوب به یې دومره ژر رښتیا شي.

نیوین د اشپزۍ پوهنځی لوستی او وايي د دودیزو خوړو پخولو ډیر مهارتونه یې له خپلې مور څخه زده کړي دي.

نیوین چې په ماشومتوب کې له خپل مور او پلار سره له ویتنام څخه متحده ایالاتو ته کډه کړې، په اشپزۍ کې خپل بریالیتوب د خپل مور او پلار د تشویق نتیجه بولي.

په ټیک ټاک کې د اشپزۍ ویډیوګانو خپرولو توای نیوین ډیره مشهوره کړې ده.
په ټیک ټاک کې د اشپزۍ ویډیوګانو خپرولو توای نیوین ډیره مشهوره کړې ده.

نیوین په ټولنیزو شبکو کې په ټوای ډابي (TwayDaBae) مشهوره ده او خپل فعالیت یې له موکبانګ (Mukbang) یا هغو ویډیوګانو څخه پیل کړی چې خپرونکي پکې خپل ځانونه ښيي چې ډیره ډوډۍ خوړلی شي.

خو په ځانګړي ډول د ټیک ټاک له لرې د اشپزۍ ویډیوګانو هغه ډیره مشهوره کړه. نیوین وايي، ویډیوګانې یې د تفریح په خاطر خپرولې او وروسته یې وموندل چې ډیر خلک نه یوازې د خوراک بلکې د پخلي له زده کولو سره ډیره مینه لري.

هغه وايي، فکر یې وکړ چې له دې فرصت څخه باید د خپل پرمختګ دپاره ګټه واخلي.

د نورو اشپزانو برخلاف چې د رستورانت پرانیستلو وروسته شهرت ته رسېدلي دي، نیوین رستورانت نه درلود او هغه خواړه چې د پخولو طریقې به یې په ټولنیزو شبکو کې خپرولې، د خرڅلاو دپاره غونډو او مېلو ته وړل.

نیوین په انسټاګرام ، یوټیوب او ټیک ټاک کې په سلګونو زره فالوران لري او وايي فکر نه کوي چې د خپلو خوړو د پخولو د طریقو خپرول به یې د رستورانت کاروبار ته زیان ورسوي.

هغه وايي، په خپل رستورانت کې د خوړو پخولو هغه ترکیبونه کاروي چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپروي.

نیوین وايي، په خپل رستورانت کې د خوړو پخولو هغه ترکیبونه کاروي چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپروي.
نیوین وايي، په خپل رستورانت کې د خوړو پخولو هغه ترکیبونه کاروي چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپروي.

نیوین خپل رستورانت "ډي ډي" (په ویتنامۍ ژبې کې: ځئ چې ځو) تېره اونۍ پرانیست چې په رنګینو څوکیو، شنو بوټو او طلايي برقي ډېوو سینګار شوی دی.

هغه وايي، د رستورانت زیاتره کارونه پخپله پر مخ بیایي او د پخلي هغه طریقې کاروي چې د اشپزۍ په پوهنځي کې او همدارنګه له خپلې مور څخه یې زده کړي دي.

نیوین په لاس انجلس کې د رستورانت کاروبار له ننګونو ډک بولي او هیله لري چې د رستورانت کار یې وده وکړي.

نیوین وايي د ژوند او زړه کیسه یې په همدې رستورانت کې نغښتې ده او دا کار ورته ځکه مهم دی چې د ژوند د هغو دودونو او کلتور نمایندګي کوي چې دا پکې لویه شوې ده.

XS
SM
MD
LG