د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې د زلزلې د تلفاتو شمېر نژدې ۷۸ اتیا ته لوړ شو 


چارواکي‌وايي د ژغورنې عمله شپه او ورځ کار کوي چې له نړیدلیو ودانیو څخه انسانان راوباسي

په اندونیزیا کې چارواکي وايي چې د جمعې د ورځې په زلزله کې د مړو شمېر اوس نژدې ۸۰ هم پورته شو.

د ژغورنې عمله لګیا ده چې د جنوري ۱۵ ( مرغومي ۲۶) په زلزله کې د ړنګو شویو ودانیو لاندې څخه مړي را وباسي.

د ۶.۲ درجې په شدت دا زلزله د «سولاویسي» په ټاپو کې شوې وه له کبله یې یو شمېر تجارتي ودانۍ او کورونه نړیدلي او خلک تر لاندې شوي دي.

رویټرز د اندونیزیا د چارواکو له خولې لیکلي دي چې په دغې زلزلې کې تر دې دمه ۷۸ تنه مړه شوي، څه باندې ۸۲۰ نور ژوبل دي او ۲۷۸۰۰ نورو کسانو خپل کورونه پرېښي دي.

د ژغورنې عمله د درندو وسایلو په مرسته شپه او ورځ کار کوي چې د «ماموجو» او «ماجني» په ښارونو کې له نړیدلو ودانیو څخه انسانان راوباسي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې وايي چې د دغې زلزلې مرکز د لودیځ‌ ولایت «سولاویسي» په ۳۶ کیلو مېترۍ کې د «ماموجو» په ولسوالۍ کې و.

زلزلزه په ځايي وخت د شپې په ۲:۱۸ بجې شوې ده.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په دې سیمه کې زلزله وشوه چې شدت یې ۵.۹ و، ځینې ودانۍ یې زیانمنې کړې خو تلفات یې نلرل.

اندونیزیا د «اور حلقه» سره نژدې ده چې د نړۍ یوه متحرکه سیمه بلل کیږي او له کبله یې وخت ناوخت په دغه هېواد کې زلزله، اتشفشان او سونامي کیږي.

په ۲۰۱۷ کې په دغه سیمه کې د ۷.۵ په شدت زلزله وشوه چې سونامي یې راوپاروله او څه باندې ۴۰۰۰ کسان یې مړه کړل.

د ۲۰۰۴ د ډسمبر په میاشت کې بیا په سوماترا کې د ۹.۱ په شدت زلزله وشوه او لویه سونامي یې وزېږوله چې له کبله یې ۲۳۰زره کسان مړه شول.

XS
SM
MD
LG