د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې سیلاب ۴۳ تنه مړه کړي او په لسګونو کسان ورک دي


ژغورونکي د اندونیزیا د سوماترا په سیلاب ځپلې سیمه کې مړي لیږدوي او د ورکو شویو کسانو لټون کوي.
ژغورونکي د اندونیزیا د سوماترا په سیلاب ځپلې سیمه کې مړي لیږدوي او د ورکو شویو کسانو لټون کوي.

د اندونیزیا چارواکو د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوايي ۲۴) وویل چې ددغه هېواد په لویدیځ کې د سیلاب او سړې لاوا د بهېدو له کبله د مړو شمېر ۴۳ ته رسیدلی او په لسګونو کسان لادرکه دي.

د شنبې د ورځې د څو ساعتونو سخت باران په نتیجه کې د لویدیځ سوماترا ولایت له یو اور غورځوونکي غره څخه سړه لاوا او سیلاب جاری شوی او په دوو ولسوالیو کې یې سرکونه، کورونه او جوماتونه لاندې کړي دي.

له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند عبدالمهاري په یوه خبرپاڼه کې وویل: "په لویدیځ سوماترا ولایت کې د سړې لاوا او سیلاب له امله د مړو شمیره ۴۳ تنو ته رسیدلی دی."

ژغورونکي لا هم د اګام او تانه دتار په ولسوالیو کې د ۱۵ ورکو شویو کسانو په لټه کې دي. په دغه سیمه کې په سلګونو زره خلک اوسیږي او د سیلاب له کبله تر شاوخوا سیمو ډیره ځپل شوې ده.

د سیمې اوسیدونکو وویل چې د سخت باران په جریان کې له غره څخه پر ځینو کورونو او سرکونو باندې ډبرې لوېدلي دي.

په اګام کې ۴۴ کلن کروندګر بودی رحمت وویل: "زما کور خوځېده. زه یوازې پدې فکر کې وم چې څنګه خپله میرمن او ماشومان وژغورم."

د ولايت په مرکز پادنګ کې د سيمه ايزې پلټنې او ژغورنې ادارې مشر عبدالمالک په يوه جلا خبرپاڼه کې د ۴۳ کسانو مړینه تائید کړې ده. د لویدیځ سوماترا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مخکې د مړو شمېر ۴۱ تنه ښودلی و.

عبدالمالک د یکشنبې په ورځ وویل چې په موندل شویو جسدونو کې د درې او اتو کلونو دوه ماشومان هم شامل دي.

د اوبو د شدت له امله د ماراپي د اور غورځوونکي غره څخه لویې ډبرې ښویېدلي او سړه لاوا جاري شوې ده.
د اوبو د شدت له امله د ماراپي د اور غورځوونکي غره څخه لویې ډبرې ښویېدلي او سړه لاوا جاري شوې ده.

د لویدیځ سوماترا د طبیعي ناورینونو سره د مبارزې ادارې چارواکي الهام وهاب له زیانمنو شویو خلکو وغوښتل چې په سخت باران کې په خیمو کې د اوسېدو پر ځای په خوندي سیمو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته ولاړ شي.

هغه وویل: "موږ په لومړي سر کې د قربانیانو په لټون او ژغورلو تمرکز کوو. ورپسې به د زیانمنونکو خلکو ایستلو او ساتلو ته توجه کوو."

د سوماترا والي مهیلدي انشارلله د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې شاوخوا ۱۳۰ کسان په اګام کې په یو ښوونځي کې او تر ۲۰۰۰ زیات کسان په تنه دتار کې په څو مختلفو ودانیو کې ځای په ځای شوي دي.

ددغو دوو ولسوالیو سړکونه په سیندونو بدل شوي او جوماتونه او کورونه یې زیانمن شوي دي.

د سخت باران اوبو او خټو ګڼ شمېر کورونه لاندې کړي او یو شمېر موټرونه یې نږدې سیند ته غورځولي دي. د اوبو د شدت له امله د ماراپي د اور غورځوونکي غره څخه لویې ډبرې ښویېدلي او سړه لاوا جاري شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG