د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا د ایران نیول شوې کښتۍ پرېښوده


اندونیزیا څه باندې څلور میاشتې وړاندې د ایران او پناما دوه په تیلو بار کښتۍ پدې تور ونیولې او د لنډې مودې لپاره یې ضبط کړلې چې د دې هیواد په اوبو کې یې په غیرې قانوني توګه تیل لیږدول.

سره لدې چې د دواړو کښتیو چلونکي یا کپټانان د اندونیزیا د قوانینو نه د سرغړاونو په تور په یو یو کال بند تیرولو محکوم شوي، خو د اندونیزیا د سمندري امنیت اداره وایي دا کسان تیره ورځ، جمعه مې ۲۸ خوشې شول.

د ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي، "هغوي په شرط خوشې شوي. هغوي په فزیکي توګه بندیان ندي خو دوه کاله نشي کولی چې دیته ورته جرم وکړي. "

د ایران د نفتو وزارت هم تائید کړې چې د (MT Horse) په نامه کښتۍ یې خپل ماموریت پیل کړي او د ماموریت تر بشپړولو وروسته به هیواد ته ستنه شي.

ایران وروسته تر هغه په غیرې قانوني توګه یا تور بازار کې د تیلو پلورل پیل کړل چې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې هیواد په ۲۰۱۸ کال کې بندیزونه ولګول. ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي هغو هیوادونو ته به سزا ورکړي چې د ایران نه خام تیل اخلي.

خو پدې خاطر چې د تیلو وړونکو کښتیو ځای ځایګی څرګند نشي، ایراني چارواکو پدې کښتیو کې د موقعیت د معلومولو آلې بندولې.

د اندونیزیا سمندري ځواکونو دا دوه کښتۍ د همدې روان ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په وروستیو ورځو شپو کې د ۳۶ ایراني او ۲۵ چینایي عملې سره یو ځای ونیولې.

د چین حکومت د دې پیښې نه وروسته د اندونیزیا نه غوښتي وو چې د هغوي ماڼوګانو سره ښه چلند وکړي خو معلومه نشوه چې دې چینایۍ کښتۍ د ایران د تیلو د کښتۍ نه تیل کومې خوا ته وړل.

XS
SM
MD
LG