د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا زلزله: څه کم ۴۰۰ مړه شوي، سلګونه ټپیان دي


د اندونیزیا په دوو ښارونو کې یوې زوروې زلزلې شاوخوا ۳۸۴ کسان مړه کړي دي.

زلزله د جمعې په ورځ په پالو او ډونګالا سیمو کې وشوه، شدت یې د ریکتر په کچه ۷،۵ درجې ثبت شوې ده.

چارواکي د مړو د تازه شمیر د اعلانولو په ترڅ کې ویره ښودلې چې ممکن د تلفاتو شمیر نور هم اوچت شي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند وایې چې د ژغورنې مامورینو د خلکو د موندلو کار پیل کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې مامورین یې د اندونیزیا له حکومت سره په اړیکه کې دي او د اړتیا په صورت کې مرستو ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG