د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونیزیا د پوځ اوبتل د ۵۳ عملې سره ورک دی


دې اوبتل د بحري ځواکونو په نظامي تطبیقاتو کې برخه درلوده خو اړیکه یې پرې شوې.
دې اوبتل د بحري ځواکونو په نظامي تطبیقاتو کې برخه درلوده خو اړیکه یې پرې شوې.

د اندونیزیا پوځ وایي د یو اوبتل یا تحت البحري په لټه کې دي چې ۵۳ عمله پکې سپره ده او د بحري تطبیقاتو پر وخت یې اړیکه پرې شوې.

د اندونیزیا د پوځ لوی درستیز هادي تجا جانتو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې بحري ځواکونو جنګي کښتۍ د بالي ټاپو شمال ختیځ ساحل ته د دې اوبتل د لټولو لپاره لیږلي.

ښاغلي تجاجانتو ویلي چې د لټون په عملیاتو کې د اسټرالیا او سنګاپور نه مرسته غوښتل شوې.

پوځي چارواکو ویلي چې اوبتل تقریباً ۷ سوه متره لاندې په اوبو کې تللی او د بحري ځواکونو سره یې په محلي وخت نن چارشنبې وختي، اپریل ۲۱ (غويي ۱) اړیکه پرې شوې ده.

ټاکل شوې وه چې دې اوبتل د بحري ځواکونو په نظامي تطبیقاتو کې د تورپیډو ۵ ډزې کړې وې.

د اندونیزیا د حکومت په ویب سایټ کې ویل شوي چې دا اوبتل ۱۳ سوه ټنه وزن لري او په ۱۹۷۸ کال کې جرمني جوړ کړی.

اندونیزیا پدې تیرو څو کالونو کې د خپل پوځي تجهیزاتو د عصري کولو هڅې پیل کړي. دغه هیواد پنځه اوبتله لري چې جرمني او جنوبي کوریا جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG