د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې په لسگونو سخت دریځه نیول شوي


د جماعت انشروالدوله د ډلې مشر د ٢٠١٨ کال په جولایي کې محکمې ته وړاندې شو
د جماعت انشروالدوله د ډلې مشر د ٢٠١٨ کال په جولایي کې محکمې ته وړاندې شو

اندونیزیایي مقامات وایي په تیرو پنځو میاشتو کې یې یواځې د لامپونګ په ولایت کې ٦٨ داسې کسان نیولي او بندیان کړي دي چې په سخت دریځۍ تورن وو.

د جاکارتا د پولیسو ویاند محمد اقبال رسنیو ته ویلي چې د اطلاعاتو له مخې دغه کسانو د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان په ترڅ کې د بریدونو نیت درلود.

ټاکل شوې چې د اندونیزیا د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې په راتلونکې اونۍ کې اعلان شي.

ښاغلي اقبال زیاته کړه چې په ترهگرۍ باندې د جماعت انشروالدوله تورنو ترهگرو غوښتل د می د میاشتې په ١٢ هغو ساحو کې بمي بریدونه وکړي چې په کې گڼه گوڼه ډیره وي.

د جماعت انشروالدوله ډله د اسلامي دولت د ډلې یا داعش له متحدینو څخه ده.

د اندونیزیا پولیسو د جماعت انشروالدوله د ډلې مشر هم نیولی او د ٢٠١٨ کال په جولایي کې یې محکمې ته وړاندې کړی و.

د اندونیزیا د ترهگرۍ ضد ځواکونو تیره اونۍ د مظاهرو په ترڅ کې د یوې بمي چاودنې مخه هم نیولې ده چې همدغې ډلې پلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG