د لاس رسي وړ اتصالات

داندونیزیا په چاودنه کې یوولس تنه ووژل شول


پولیسان په سورابایا کې د یوې کلیسا مخې ته پیره کوي
پولیسان په سورابایا کې د یوې کلیسا مخې ته پیره کوي

نن دیکشبنی په ورځ د اندونیزیا په دویم ستر ښار سورابایا کې له یوې کلیسانه ژیړرنگه لمبې او تور لوگي ختل.

د اندونیزیا داستخباراتو چارواکي وايي د بمونو په دغه لړۍ کې پر جمعیت انصاروالدوله باندې شک کېږی، ځکه دې ډلې د اسلامي دولت یاداعش له ډلې نه الهام اخیستی دی.

فرانس بارونگ منگیرا د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند وايي: زما معلومات څرگندوي چی په ختیځه جاواکې پر درو کلیساگانو برید شویدی. پریوه باندې د ډیپونیگورو سټریت، بله باندې په ارجونو سټریت او د سانتاماریا ایماکولېت پر کلیسا باندې د گوبینگ په سیمه کې برید شویدی.

که څه هم پولیس په انصارالدوله ډلې باندې د برید شک کوي خوتراوسه پورې یوې ډلې هم ددی برید د کولو ادعا نده کړي.

د اندونیزیا د استخباراتو د ډ له ئیزو رسنیو رئیس واوان پوروانتو وايی جماعت انصاروالدوله دا برید له یوڅه مودې راهیسی پلان کړی و.

د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند فرانس بارونگ منگیرا وايي: دا نوی پېلیز معلومات دی: څلور تنه پکې وژل شویدي، دیوه تن د هویت معلومولو هڅه کوو. ٣٣ تنه پکې زخمیان دي خوپه روغتونو کې د هغویعلاج وشو.

دابم چونې یوڅو ورځې وروسته له هغه نه وشوې چې داسلامی افراطیانو توقیف شویو غړیو د ترهگرې ضد یو نخبه ډلې شپږ تنه هغه نښته کې ووژل چې ٣٦ ساعته دوام وکړ. دغه نښته په هغه زندان کې وشوه چې د پایتخت جاکارتا نه لږ بهر پروت دی. تازه رپوټ وايي چې یوبندی هم په دې پېښه کې وژل شویدی.

یو امبولانس په سورابا یا کې د سانتاماریا کاتولیک کلیسا مخکې چمتو ولاړ دی.
یو امبولانس په سورابا یا کې د سانتاماریا کاتولیک کلیسا مخکې چمتو ولاړ دی.

د کلیساگانو شاو خواسیمه پولیسو بنده کړیده او تحقیقات لاتراوسه پورې دوام لري.

نانیک د یوه زخمي میرمن وايي: هغوی هلته عبادت ته راټول شوي وو، زما خاوند دمیلمنو هرکلی کاوه او دروازه ېې خلاصه کړله. هغه ډیر کاري زخمی شویدی.

یوه خبریال له هغې نه وپوښتل چې ستا دخاوند څه حال دی؟ میرمن نانیک وویل: زه نپوهېږم. هغوی ماته څه نه وايي. زه ېې هلته ددې لپاره غوښتې وم چې هویت ېې تشخیص کړم. هغه لاتراوسه پورې د عملیاتوپه خونه کې دی.

د رویټرز خبري اژانس وايی پولیسو یو بم چی لا چاودلی ندی خنثی کړیدی ابتدايی رپوټونه وايي چی دابریدونهځانمرگي دي خو پولیسو لادغه رپوټونه ندي تایید کړی.

فرانس بارونگ منگیرا د ختیځې جاوا د پولیسو ویاند وویل: د جنایت په سیمه کې تحقیقات لا تراوسه پورې روان دی.تازه مړي را ایستل کېږی او دهویت دمعلومولو هڅې روانې دي. تراوسه پورې نهه تنه مړي را اېستل شوي او هویتونه ېې تشخیص شویدي.

اندونیزیا د نړۍ هغه سترهېواددی چې د نفوس اکثریت ېې مسلمانان دي. په دې نیژدې وخت کې په اندونیزیا کې افراطیت او تشدد مخ په زیاتیدو دی.

XS
SM
MD
LG