د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې خراب اقتصاد د خیاطانو کاروبار اغېزمن کړی


محمد یعقوب چې ۱۵ کاله یې په کابل کې د ښځو جامې ګنډلي، وايي د طالبانو په تازه واکمنۍ کې پر ښځو بندیز یې کاروبارپه ټپه ودراوه او مجبور شو چې پېښور ته کډه وکړي.
محمد یعقوب چې ۱۵ کاله یې په کابل کې د ښځو جامې ګنډلي، وايي د طالبانو په تازه واکمنۍ کې پر ښځو بندیز یې کاروبارپه ټپه ودراوه او مجبور شو چې پېښور ته کډه وکړي.

په پېښور کې افغان خیاطان او د ټوکر پلورونکي د کوچني اختر په درشل کې، د بیو له لوړېدو او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.

ددې ښار افغان خیاطان وايي، چې پخوا به یې په دې ورځو کې کار ډېر ښه و، خو سږ کال اقتصادي وضعیت یې کاروبار ورو کړی دی.

د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی محمد یعقوب چې ۱۵ کاله یې په کابل کې د ښځو جامې ګنډلي، وايي د طالبانو په تازه واکمنۍ کې پر ښځو بندیز یې کاروبارپه ټپه ودراوه او مجبور شو چې پېښور ته کډه وکړي. هغه وايي، په پاکستان کې د انفلاسیون څپې یې هلته هم ژوند سخت کړی دی.

د محمد فهیم په نوم بل افغان خیاط وايي، پیرودونکي شته خو د پخوا په څیر نه دي او د کاروبار په ګټه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. هغه وايي، پخوا به یې هره ورځ له ۳۵ څخه تر ۴۰ جوړې جامې ګنډلې خو اوس ۲۵ ته راټیټې شوې دي.

افغان ټوکر پلورونکي وایي، اقتصادي ناکرارۍ د دوی کاروبار هم ټکنی کړی دی.

شاهدالله په پېښور کې د رخت دوکان لري، وايي: "د اختر په دې ورځو کې زموږ سوداګرۍ باید وده کړې وای، خو د بیو د لوړوالي له امله مو کاروبار خراب دی. تېر کال مو یو متر ټوکر په ۵۰ کلدارو اخیست او په ۱۰۰ مو پلوره، سږ کال یې په ۱۰۰ اخلو."

په داسې حال کې چې اختر ته څو ورځې پاتې دي، د پېښور په بازارونو کې د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه لیدل کیږي او پیرودونکي هم د لوړو بیو څخه شکایت کوي.

د محمد رفیق په نوم یو افغان پېرودونکی وايي، د بیو د لوړوالي له امله نه شي کولای د اختر لپاره د اړتیا ټول توکي وپېري.

د پېښور په بورد بازار کې د افغان سوداګرو د ټولنې مشر نقيب باچا وايي، د پاکستان د اقتصادي کمزورتيا له امله سږ کال د افغان سوداګرو کاروبار ۵۰ سلنه کم شوی دی.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG