د لاس رسي وړ اتصالات

هند او چین په دې موافقه کړې ده چې خپل ګډ پوځي تمرینات به بیرته پیلوي


China India
China India
هند او چین په دې موافقه کړې ده چې خپل ګډ پوځي تمرینات به بیرته پیلوي. دغه دواړه ملکونه غواړې چې په خپلو کې بې اعتمادي کمه کړې او د اړیکو د ښه کولو لپاره ګامونه واخلي.
د هند د دفاع وزیر، A. K. Anthonyد هند او چین ترمنځ د پوځي اړیکو د بیرته ټینګولو خبره نن ورسته له دې نه وکړه چې د خپل چینايي سیال سره یې په ډهلي کې وکتل.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلنو کې هند او چین دوې دورې پوځي تمرینات وکړل. خو ورسته بیا هند د دریمې دورې تمرینات وځنډول. هند دغه کار ورسته له دې نه وکړ چې د چین سره یې په دې لانجه راغله چې یو هندي جنرال ته یې ویزه نه وه ورکړې.

د هندوستان د دفاع وزیر د خپل چینايي سیال سره خبرې ګټوري وبللي. د چین د دفاع وزیر بیا خبریالانو ته وویل چې دواړو ملکونو په دې هم موافقه کړې ده چې لوړرتبه چاروکي به د یو بل ملکونو ته استوي او همداراز به د بحري ځواکونو ترمنځ د امنیت په برخې کې هم همکاري ډیروي.
په تیرو اتو کلنو کې دا لومړی ځل دی چې د چین د دفاع وزیر هند ته سفر کوي. په خپل سفر کې به د چین د دفاع وزیر، د همالیا په سیمې کې د دواړو ملکونو د پولې د لانجې په اړه هم خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG