د لاس رسي وړ اتصالات

جنوب ختیځ کې په حکومتي تاسیساتو د وسله والو بریدونه


د پکتيکا والي عبدالکريم متين امريکاغږ ته وويل، چې تېره شپه د دې ولايت پر پنځو نورو ولسواليو هم وسله وال بريدونه شوي
د پکتيکا والي عبدالکريم متين امريکاغږ ته وويل، چې تېره شپه د دې ولايت پر پنځو نورو ولسواليو هم وسله وال بريدونه شوي

سیمه ایز چارواکي وايي، چې دغه بريدونه، د پکتيکا د باقي خېلو ولسوالۍ، د پکتيا احمد ابا، د لوګر د څرخ او برکي برک ولسواليو پر ودانيو او ځينو امنيتي پوستو ترسره شوي دي.

د پکتيکا چارواکي وايي، چې د باقي خېلو د ولسوالۍ تشکیلات لا د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا منظور شوي نه دي خو د دغې غيررسمي ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو په ډله ييز وسله وال بريد کړی چې په نتیجه کې یې ولسوال او امنيه قوماندان ټپيان شوي او د امنيتي ځواکونو په غبرګون کې لس بريدګر وژل شوي.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاء الله فضلي وايي، چې بريد تېره شپه ترسره شوی، چې په نتيجه کې يې د لسو وژل شويو وسله والو له جملې څخه د شپږو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

هغه امريکاغږ ته وويل، د ولسوال ټپونه سرسري دي، خو امنيه قوماندان د لاسي بم د بريد په نتيجه کې له ټپي کېدو سره سم د بې هوشۍ حالت ته تللی، چې اوس د ښرنې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په همدې حال کې د پکتيکا والي عبدالکريم متين امريکاغږ ته وويل، چې تېره شپه د دې ولايت پر پنځو نورو ولسواليو هم وسله وال بريدونه شوي، خو وايي، چې د تلفاتو په اړه يې معلومات ندي ترلاسه کړي.

ښاغلي متين زياته کړه، دغه بريدونه پر باقي خېلو سربېره، پر مېټاخان، سروضې، خيرکوټ، خوشامند او د ګيانې ولسواليو پر ودانيو شوي، چې افغان امنيتي ځواکونو کلک مقاومت کړی دی.

خو د هغه مرستيال عطاء الله فضلي بيا وايي، چې پر يادو شويو پنځو ولسواليو د ترسره شويو بريدونو په ترڅ کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او بريدګر په شا تمبول شوي.

همدارنګه د لوګر امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي امريکاغږ ته وويل، چې د دې ولايت د څرخ او برکي برک د ولسواليو پر ودانيو د بريدونو په ترڅ کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په دې بريدونو کې د سپکو وسلو ترڅنګ ګڼ شمېر درنې وسلې هم پر دوی وکارول شوې، خو وايي، چې بريدګرو ته يې ماتې ورکړې او په شا يې تمبولي دي.

په همدې ترڅ کې د پکتيا او خوست ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې هم د طالبانو د تېرې ورځې د ځينو بريدونو په نتيجه کې د يو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي.

چارواکي وايي، چې د پکتيا په احمدابا ولسوالۍ کې د سرحدونو او قبايلو د رئيس پر موټر بمي چاودنې هغه ټپي کړی او موټر چلوونکی يې وژل شوی دی او دغه راز يوې بلې بمي چاودنې يو ماشوم وژلی او ۴ نور يې ټپيان کړي دي.

دا بريدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې اعلان کړى و، چې د جمعې په ورځ د سهار له پنځو بجو څخه د عزم په نوم خپل پسرلني بريدونه شروع کوي.

وسله والو طالبانو د يادو ټولو ترسره شويو بريدونو په اړه رسنيو ته کوم څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG