د لاس رسي وړ اتصالات

د شیرخان بندر ۹ تنه مامورین طالبانو تښتولي دي


افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد (ارشیف)
افغانستان او تاجکستان ګډ سرحد (ارشیف)

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني وايې چې پرون ماښام د ګمرک مامورین د کور په نیت د کندوز ښار ته پر لاره وو چې د اودان په دښته کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.

ښاغلی حسیني وايې چې وسله والو طالبانو د ملي اردو جامې اغوستې وې، او د مامورینو موټر يې له درولو وروسته له ځان سره د دشت ارچي ولسوالۍ ته بیولي دي.

د شیرخان بندر پر لویه لار د پولیسو امنیتي پوستې هم شته او د پوستو تر منځ په فاصله کې د ګزمې لپاره هم پولیس ولاړ وي.

ښاغلی حسیني وايې چې دوی سیمې ته څیړونکي استولي چې د مامورینو د تښتولو اصلي علت پیدا کړي.

تیر کال هم د شیرخان بندر پر لویه لار د شیرخان بندر د ګمرک یو تن مامور د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی و چې د پیسو په ورکولو بیرته خوشې شو.

خو له دغې پیښې وړاندې ددغه بندر یو تن چارواکی د وسله والو له خوا ووژل شوی و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG