د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې ۱۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي چې یاغیانو د بلوچستان په ولایت کې دا سرتیري په یو کمین کې وژلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي چې یاغیانو د بلوچستان په ولایت کې دا سرتیري په یو کمین کې وژلي دي.

د پاکستان پوځ جمعې نومبر ۳ (لړم۱۲) تائید کړه چې یاغیانو د بلوچستان په ولایت کې په یو کمین کې ددې هیواد لږ تر لږه ۱۴ سرتیري وژلي دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په برید کې د یاغیانو سره ښې پریمانه وسلې وې.

پیښه د ګوادر په سیمه کې شوي چې چین پکې د عربو په سمندرګي کې د یو بندر چارې په غاړه لري.

دا پدې تیرو څو کالونو کې د پاکستان په پوځ یو تر ټولو خونړی برید دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ویلي چې د نظامي موټرو دا کاروان د ګودار ولسوالۍ د پسني ښارګوټي څخه اورماړې ته روان و چې برید پرې وشو.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې "ناوړه کړنې" کوونکي به تعقیب او عدالت ته "راښکل" شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ برید غندلی او د وژل شویو سرتیرو د کورنیو غړیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

کاکړ دا برید "ترهګري" بللی.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړه خو شک یې په بلوڅ بیلتون غوښتونکو کیږي چې د کالونو راپدیخوا پدې ولایت کې وسله وال فعالیت لري او وخت ناوخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه کوي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکي د پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په خاطر جنګیږي او په حکومت تور لګوي چې د هغوي د طبیعي سرچینو څخه ګټه اخلي خو خیر یې د دې ولایت وګړو ته نه رسیږي.

د بلوچستان په ولایت کې د پوځیانو په موټر برید سره سم د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په ښارګوټي کې هم یوه درنه چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۵ تنه پکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپي شول.

سره لدې چې پدې سیمه کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډله فعاله ده خو تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې.

بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو پدې تازه وخت کې په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

پدې بریدونو کې یوازې په روان میلادي کال کې تر ۷۰۰ ډیر کسان وژل شوي چې ډیری یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي و.

د پاکستان پوځ ویلي چې پدې مودې کې ۲۴۰ پوځیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.

سره لدې چې د بلوچستان په ولایت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ، د اسلامي دولت یا داعش ډله او نورې وسله والې ډلې فعالیت لري خو پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي څه موده وړاندې د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره "را" تورنه کړه.

ښاغلي بګټی وویل، " هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږی ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کيږي".

خو د هند حکومت د پاکستان د حکومتي چارواکو دا ډول تورونه تل بې اساسه ګڼلي دي.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د پاکستان د امنیتي حالاتو په اړه په خپل یو تازه رپوار کې ویلي، چې سږکال ددغه هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصده زیاتوالې راغلې دی.

رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب ایالت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي، خو په نورو ایالتونو کې بیا د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د څېړنود امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ۱۰۸۷ پیښې ترسره شوي، چې ۳۶ فیصده شوي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولولوړ شمیر دی.

رپوټ کې ویل شوي، په تیرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي په پیښو کې ۵۸ فيصده عام وګړي،۲۳ فیصده امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي دي.

ددې راپور له مخې په دغه موده کې د وژل شویو کسانو په شمیر کې یوازې ۲۰ فیصده یې سخت دریځو ډلو وسله وال وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG