د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې ناپیژندو وسله والو دولس ماین پاکان وژلي


ارشیف
ارشیف

په هلمند کې نا پیژندو وسله والو نن غرمه مهال د ماین پاکوونکو پر یوې ډلي برید وکړ او ۱۲ تنه يې ووژل او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چي وسله والو موټرسائکل سپرو د ماین پاکونې د یوې موسسې پر یوې ډلې هغه مهال برید وکړ چې د هلمند ولایت د مرکزلښکرګاه په شمال کې د ښوراب پوځي اډې او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ د لويې لاري پر سر د ترخک په سیمه کې پر ماین پاکونې بوخت وو.

نوموړي زیاته کړه چي په دې برید کې پنځه تنه ماین پانکوونکي برسیرن ټپيان شوي هم دي.

عمر ځواک د پیښې مسولیت د طالبانو په ډله واجوه او وې ویل چې دا برید د طالبانو وسلوالو سړو کړی دی.

خو تراوسه لا کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

لا تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې دغو ماين پاکوونکو په دې سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو اېښودل شوي ماینونه او که د شوروي د یرغل د مهال پاتې شوي ماینونه له منځه وړل.

خو تر دې مخکې هم وسله والو طالبانو په غزني او کندهار ولایتونو کې څو ځله د ماين پاکۍ پر ډلو بریدونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG