د ملکيانو د ساتلو یوه نادولتي ټولنه وايي د دوی څېړنې ښيي چې د امنیتي او نورو ستونزو له کبله په افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې نهه سوه زره کسان بې ځایه شوي چې د دغې ډلې په وینا وضعیت یې د انديښنې وړ دی .
د ملکیانو د ساتنې د ډلې ارقام ښيي چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر د ۲۰۱۴ کال په مقایسه دوه برابره زیات شوی دی.
راپورونه وايي چې د جګړو له امله په بدخشان، سرپل، کندز، هلمند، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ډېر خلک بې ځایه شوي دي.
د امریکا غږ اشنا راډیو خبریاله نوشابه اشنا، د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدوونکو چارو وزرات له معین احمد ولي حکمي سره، د ملکیانو د بې ځایه کېدو پر لاملونو غږېدلې ده.