د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا د اصلي منبعې معلومولو په اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه


پداسې حال کې چې د کروناویروس د وبا د رامنځ ته کیدو د منشا په هکله د خپلواکو نړیوالو پلټنو د غوښتنې غږ په قوي کیدو دی، چین د دوشنبې په ورځ مې ۱۸ وویل چې دغه ډول اقدام مخکې له وخته دی.

ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې له لورې یو وړاندې شوی پریکړه لیک په روانه اونۍ کې د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

دغه پریکړه لیک د دوو شیانو ثبوت غواړي، دا چې څنګه د کروناویروس وبا رامنځ ته شوه اوپه وړاندې یې غبرګون څنګه و؟

استرالیا ددغه ډول پلټنو سخته ملاتړې ده. ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیره ماریس پین وایي دوی د «ناپیلو، ځپلواکو او پراخو» پلټنو غوښتونکي دي او زیاتوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په غونډه کې پدې هکله د پراخ ملاتړ اټکل کوي.

د کروناویروس لومړی ځل د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې د تیر کال په دسمبر کې رامنځ ته شو او په بیړه په نړۍ کې خپور شو. پدغه ویروس اوسمهال لږ تر لږه ۴.۷ میلیونه کسان اخته شوي او تر اوسه یې ۳۱۵ زره کسان وژلي دي.

ځینو هېوادونو د قرنطین محدودیت کم کړی

د نړۍ حکومتونو خپل هیوادونه قرنطین کړي او د هغې په وړاندې یې سخت حفاظتي اقدامات نیولي دي. د ویروس د خپرید په نتیجه کې د نړۍ د هیوادونو اقتصاد ته سخت تاوان رسیدلی دی.

اوس نړۍ ورو ورو غواړي د قرنطین محدودیتونه راکم کړي او بیرته اقتصادي فعالیتونه او کارونه پیل کاندي. خو پداسې حال کې چې په نړۍ او په ځانګړې توګه په اروپایي هیوادونو کې د کروناویروس مړینې په راټیتيدو دي، د هیوادونو مشران لګول شوي محدودیتونه لرې کوي.

بلجیم د دوشنبې په ورځ بازار او موزیمونه پرانستل او زده کوونکو بیرته ښونځیو ته مخه کړه. خو پداسې حال کې چې د نړیوال سفر کولو محدودیتونه لا په زیاتو سیمو کې پر ځای دي د یونان د آتن د اکرو پولیس او د واتیکان د سنت پترز باسیلیکا په ګډون ځینې ځانګړې توریستي ساحې پرانستل شوي دي.

ایټالیا د ۱۰ اونیو قرنطین وروسته د سترو پلورنځیو، دکانونو، رستورانونو او میخانو دروازې پرانستلې. ایټالیا لومړنی اروپایي هیواد و چې په کې د روان کال د فبرورۍ په ۲۱ د کرونا لومړنۍ پیښه ثبت شوه.

په ایټالیا کې ۲۲۵۴۳۵ کسان په کروناویروس اخته شوي او ۳۱۹۰۸ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG