د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران د خلکو په اعدام کولو سره غواړي مظاهره چیان وځپي


نړیوالې ټولنې شنبه جنوري ۷ (مرغومي۱۷) په ایران کې د دوو نورو مظاهره چیانو اعدام کیدل غندلي چې ایراني چارواکو ویلي د امنیتي ځواکونو د غړیو د وژلو په خاطر اعدام شویدي.

ویل کیږي دغه دوه کسان د یو امنیتي مامور (شبه نظامي) د وژل کیدو په تور اعدام شوي دي.

په ایران کې په مطبوعاتو کې ویل شوي چې په دار ځړول شوي محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني، د روح الله عجمیان په نامه د امنیتي ځواکونو د غړي اصلي قاتلین دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د دې کسانو اعدام کیدل غندلي او ویلي یې دي چې د اعدام شویو کسانو محاکمه "غیر عادلانه" وه او هغوي په زور اړ شوي و چې خپل جرمونه ومني.

په عین حال کې متحده ایالاتو د دې دوو مظاهره چیانو اعدام کیدل په سختو ټکو غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پدې هکله وویل، "دا اعدامونه د رژیم (ایران د حکومت) د هڅو عمده برخه ده چې مظاهرې پرې وځپي".

د دې دوو کسانو په اعدام کیدو سره د ایران حکومت تر اوسه د روانو مظاهرو په لړ کې څلور کسان اعدام کړي. دا مظاهرې د تیر کال د سپټمبر د میاشتې څخه وروسته تر هغه پیل شوې چې یوه ۲۲ کلنه پیغله مهسا امیني د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا ونیول شوه او وروسته په روغتون کې مړه شوه.

اروپایي اتحادیې هم ویلي چې د ایران د رژیم لخوا د ملکي مظاهره چیانو په خلاف د اعدام سزا څخه د کار اخیستو له کبله "ترهیدلي" دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایرباک ویلي چې دا ډول اعدامونه د اروپایي اتحادیې لخوا په تهران د لا فشار راوړلو لپاره د دې اتحادیې اراده لا قوي کوي.

لومړني دوه کسان د تیر کال په ډسمبر میاشت کې اعدام شول او د ایران د حکومت دې کار نه یوازې نړیوال غبرګونونه راوپارول بلکې د هغه هیواد په وړاندې د غرب د بندیزونو د لګیدو لامل شول.

دغه دوه کسان په داسې حال کې اعدامیږي چې تر دې مخکې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د هغوی د نه اعدام غوښتنه کړې وه. د یو اعدام شوي کس پلار هم د ایرن له قضایه قوې څخه غوښتي وو چې زوی یې اعدام نکړي.

XS
SM
MD
LG