د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ماینونو په اړه د خلکو د پوهولو او د ماین پاکۍ د مرستو د نړیوالې ورځې په درشل کې (د شنبې په ورځ د اپریل په څلورمه) د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ماین پاکۍ د پروګرامونو مالي ملاتړ زیات او دوامداره کړي.
بېنېټ ویلي چې لا هم په افغانستان کې ناچاودېدلو مهماتو او د جګړو پاتې شوني د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.
د بېنېټ په وینا، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله ډېر اغېزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۴۷۱ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۷ سلنه یې ماشومان دي، او اکثره یې هلکان دي.
بېنېټ ټینګار کوي چې دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې د هغو ماشومانو ژوند دی چې یا پای ته رسېدلي او یا یې راتلونکی د تل لپاره بدل شوی دی.
بېنېټ د کونړ ولایت یوې پېښې ته اشاره کړې چې په کې ماشومانو یو ناچاودی توکی کور ته وړی و او د لوبو پر مهال وچوي.
په دې پېښه کې یوه پنځه میاشتینۍ نجلۍ وژل شي او شپږ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي چې شاوخوا ۲۴ سلنه پېښې هغه مهال رامنځته کېږي کله چې ماشومان له ناچاودو توکو سره لوبې کوي، او یو شمېر نورې پېښې د اوسپنې د ټوټو د راټولولو پر مهال رامنځته کیږي، چې اکثره کورنۍ یې د اقتصادي اړتیا له مخې کوي.
سره له دې چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې پراخې سیمې له ماینونو پاکې کړې او نور ناچاودي مهمات یې له منځه وړي، خو بېنېټ خبرداری ورکړی چې دا پرمختګونه ډېر نه دي.
د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې د نړیوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی چې د ماین پاکۍ ګڼ پروګرامونه کم او یا هم وځنډول شي.
بېنېټ ټینګار وکړ چې ماین پاکي یوازې د ځمکې پاکول نه دي، بلکې دا د بشري حقونو د پرمختګ لپاره یو بنسټیز شرط دی. د هغه په وینا، دا کار ماشومانو ته د خوندي زده کړو زمینه برابروي، بزګرانو ته اجازه ورکوي چې خپلې ځمکې وکري، او بې ځایه شویو خلکو ته دا امکان ورکوي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په مارچ میاشت کې راپور ورکړ چې افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات ځمکني ماینونه پکې ښخ شوي او نه چاودیدونکي توکي پکې شته، چې د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې څخه دوه پر دریمه برخه یې اوس مهال په ځمکني ماینونو پوښل شوې ده.
بېنېټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ماین پاکۍ پروګرامونو ته خپلې مرستې زیاتې او دوامداره کړي، څو نور ماشومان د لوبو په نوم د مرګ له خطر سره مخ نه شي.
فورم \ دبحث خونه