د ساینس په ډګر کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو په بشپړ او مساوي ګډون باندې ټینګار کړی او د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره یې دا کړنه اړینه بللې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون نه یوازې د اقتصادي ودې لپاره اړین دی بلکې د ټولنې د ټولو برخو لپاره خورا زیات مهم دی".
د یکشنبې ورځ د فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۲) په ټوله نړۍ کې د یونسکو له خوا په ساینس کې د فعالو ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.
د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او فرهنګي چارو ادارې یونسکو ددې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی په ټولنو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د کلیشه يي تعصب لرونکي چلند او ګواښونو پر وړاندې د دریدو غوښتنه کړې ده.
په نړۍ کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې اصلآ د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
همداشان د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د ښځو د ملاتړ د ځینو فعالانو د ادعا له مخې د طالبانو حکومت ځینې مدني فعالان د افغان نجونو روبات جوړولو د ټیم سره چې د افغانستان څخه بهر فعالیت کوي د تړاو په تور نیولي او په زندان کې یې اچولي دي.
ددغه ټیم غړو چې د پخواني جمهوري رژیم پر مهال د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون په یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې د نجونو د ربات جوړولو په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون کړی و، اکثره غړو یې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته بهرنیو هیوادونو ته کډه کړې ده.
د افغان نجونو د زده کړو ملاتړو فعالانو په یو خپور کړي سند کې چې نجونو د زده کړو لپاره د عدالت غوښتنه کوي د فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې نجونې روحي فشارونو سره مخ کړي بلکې په کوچنیتوب کې د ودونو، لوږې له امله د نجونو خرڅولو او د تاوتریخوالي او ټولنیزو ستونزو له نورو ډولو سره هم مخ کړي دي.
په دې سند کې ویل شوي چې ۸۶۵ ورځې کیږي چې په افغانستان کې نجونو د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د زده کړو حق له لاسه ورکړی چې د ځوانو نجونو په منځ کې د ناامیدۍ اونورو منفي ستونزو د راولاړیدو سبب شوی دی.
د نجونو د زده کړو لپاره د عدالت د غوښتنې دغه سند کې د بشري حقونو د ۳۶۰ ادارو او شبکو او د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۸۰۰ دیني عالمانو، کارپوهانو، ښوونکو، نجونو زده کوونکو، مدني فعالانو، معترضانو، هنرمندانو او خبریالانو نظریو ته ځای ورکړل شوی دی.
په دې سند کې ویل شوي چې طالبانو په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو راهیسې تر ۱۰۰ ډیر سخت فرمانونه صادر کړي او اکثره یې نجونې او ښځې په کورونو کې پاتې کیدو ته اړې کړې دي.
د نجونو د زده کړو دغو فعالانو خبرداری ورکړی چې د روان وضعیت دوام به ډیرې خرابې ټولنیزې اغیزې ولري او د افغانستان خلکو ته به لوږه، تاوتریخوالی، ناپوهي، بې سوادي، خرافات، ارزښتونو باندې بې باوري او بشري جنایات له ځان سره ولري.
د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د لومړنۍ دورې پورته د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي دی او دا حکومت لا هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره د یوې کړنلارې په ترتیبولو باندې کار کوي.
فورم \ دبحث خونه