د لاس رسي وړ اتصالات

د اخترو په ورځو کې اوربند ته نړیوال غبرګونونه


تراوسه طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو په دوو اخترونو کې د لنډې مودې لپاره په خپلو منځونو کې اوربند کړی دی
تراوسه طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو په دوو اخترونو کې د لنډې مودې لپاره په خپلو منځونو کې اوربند کړی دی

د طالبانو له خوا د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان پریکړه نه یوازې په کور دننه د خلکو د پراخ هرکلي سره مخ شوې، بلکې په نړیواله کچه هم د طالبانو دا پریکړه ستایل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي پمپیو د خپل ټویټر په پاڼه د یکشنبې د ورځې ناوخته لیکلي " زه د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د اختر په دریو ورځو کې د اوربند د ټینګیدو هرکلی کوم. دا افغانانو ته یو ډیر لوی فرصت ورکوي، چې نور خنډونه لرې او د بین الافغاني خبرو په لور حرکت وکړي، چې جګړه پای ته ورسوي".

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د ټینګیدو څخه هرکلی کړی او ویلي دي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله،د بین الافغاني خبرو لپاره د نیټې ټاکل او د تاوتریخوالي لوړې کچې ته بیرته د نه ستنیدلو په برخو کې دې نور ګامونه هم پورته شي.

سفیر خیلیزاد هم په ټینګار ویلي، چې باید دا فرصت له لاسه ونه وځي.

د شمالي اتلانیک د سازمان ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یکشنبې په ورځ د خپل ټویټر په پاڼه د اوربند هرکلی کړی دی او ویلي دي، چې دواړه غاړې باید ددغه فرصت څخه ګټه پورته کړي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لیګیټ د ټولو ښکیلو غاړو غوښتي، چې د تاروتریخوالي د کچې په ټیټیدو سره دې پریږي، چې د سولې بهیر پرمخ لاړ شي.

جرمني، اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان هم په یوه ګډه اعلامیه کې د اختر په ورځو شپو کې د اوربند د ټینګیدو هرکلی کړی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په ګډه د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.

دا اعلامیه وايي " افغانان خپل هیواد کې د تاروتریخوالي پای ته رسیدلو او د سولې او ثبات د ټینګیدلو مستحق دي او مونږ ښکیلو غاړو سره مرستې ته په هر ډول، چې هغوې یې غواړي چمتو یو".

دغو پنځو هیوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره له وړاندې چمتوالی ښودلی وو.

د دغو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې د بشري اوربند د ټینګیدو لپاره د نړیوال وړاندیز یادونه کړې او د ښکیلو غاړو څخه یې د دغې وبا سره د مبارزې لپاره د تل پاتې تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو د اختر په لومړۍ ورځ د درې ورځيني اوربند اعلان کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو اقدام ستایلی او ویلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونه به په کلکه اوربند ته پابند پاتې شي او افغان ځواکونه به د اوربند په موده کې په دفاعي حالت کې پاتې شی.

XS
SM
MD
LG