د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نور د نړۍ تر ټولو فاسد دولت ندی


د فساد په اړه په یوه نوي نړیوال رپوټ کې افغانستان د خپل پخواني بد حالت نه اوس څلور شمېرې مخکې شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان د اداري فساد په اړه د ٢٠١۴ کال په ارزونه کې لس هېوادونه د فساد نه پاک او لس ستر اقتصادي هېوادونه ېې په منځکور لست کې شامل کړي.

په دغه رپوټ کې چې ۱۷۵ هېوادونه ارزول شوي دي او نن چهارشنبه خپور شو، افغانستان په کې په ۱۷۲ نمبر راغلی دی.

د هر هېواد د فساد کچې ته په کتو، د صفر او ۱۰۰ ترمنځ نومرې ورکړل شوي، او په دې ترتېب په جدول کې ځای کړل شوي دي .

د رپوټ له مخې، فغانستان د تېر کال په پرتله د فساد د مخنیوي په برخه کې لږ پر مختګ کړی دی او له ۱۰۰ نومرو نه ۱۲ نومرې وړې او په دې ترتېب د مفسدو هېوادونو په لست کې څلورم راغلی دی.

افغانستان تېر کال اته نومرې وړې او د شمالي کوریا او سومالیا سره په څنګ کې ولاړ مفسد هېواد بلل شوی و.

د شفافیت د نړیوالې ټولنې دغه رپوټ د اړوندو هېوادونو له یو شمېر وګړو سره د خبرو او مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی او د فساد د عیني شتون یا نشتون اثبات نه ورکوي.

سومالیا د نړۍ اول مفسد هېواد بلل شوی دی او ورپسې سوډان او جنوبي سوډان دي.

شمالي کوریا او افغانستان بیا درېیم او څلورم مفسد هېوادونه یاد شوي دي.

دغه ټول یاد شوي هېوادونو د فساد پر ضد او د فساد د مخنیوي یو لړ قوانین لري خو ډېر کم عملي کیږي.

د ۲۰۱۴ کال له لست څخه، د شمالي اروپا هېوادونه او نیوزلینډ وتلي دي .

ډنمارک بیا په درېیم پرلپسې کال باندې، له فساد نه د پاکو هېوادونو په لست کې اول راغلی دی . دا هغه هېوادونه دي چې په حکومتي ادارو او مالي چارو کې د فساد پر ضد قوانین او اصول په جدي او شفاف ډول عملي کوي.

د عاج ساحل، مصر، اردن، مالي او یو شمېر نورو هېوادونو بیا، د فساد پر ضد مبارزې کې پام وړ پرمختګ کړی دی، خو چین، ترکیه او انګولا بیا د فساد پر ضد مبارزې کې پاتې راغلي دي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې مشر جوز انګاز وویل " کوم هېوادونه چې د لست په سر کې راغلي دي باید د فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي اقدامات وکړي."

افغانستان هغه هېواد دی چې امریکا په کې له ۲۰۰۱ راپدېخوا د بیا رغونې او نورو پراختیايي برخو کې څه باندې سل میلیارده ډالره لګولي دي.

عراق هم د روڼوالي د نړیوالې ادارې په لست کې یاد شوی دی، خو تر افغانستان دوه درجې مخکې دی.

عراق په ۱۷۰ نمبر راغلی دی، امریکا د ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق د بیا رغونې او پرمختګ لپاره څه باندې ۶۰ میلیارده ډالر مصرف کړی.

په خپله امریکا بیا د اعلان شوي لست له مخې ۷۴ نمبرې وړې او په ۱۷ راغلی دی. کاناډا په لسم، جرمني په ۱۲، برتانیا په ۱۴ او جاپان بیا په ۱۵ نمبر راغلي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG